په افغانستان کی د متحده ایالاتو په رهبری اییتلافی قواوی وایی یوعسکر یې د هغو ټپونو د لاسه مړ شوی دی چی د سړک د غاړی د یوه بمب د چاودني په اثر ورته رسېدلي وه.
د ایتلاف مقاماتو نن وویل چی دغه عسکر د دوشنبې په ورځ دافغانستان په لوېدیځ کی ټپی شوی وو.
د بلی خوا نن د جرمني خارجه وزارت وویل فکر کوی چی یو سړی چی د جرمني او افغانستان تابعیت یې درلود په کابل کی تښتول شوی دی.
د جرمني د خارجه وزارت یوه نطاق خبریالانو ته وویل چی دغه سړی د څه باندی یوې هفتې راهیسی لا درکه دی.
هغه زیاته کړه چی د خارجه وزارت مامورین ددغه سړي د ژغورلودپاره د افغانستان له مقاماتو سره کار کوی.
دغه نطاق د دغه سړي د تښتول کېدلو د پېښی په باب نور تفصیلات ورنه کړل.
د سه شنبې په ورځ د هرات په ولایت کی د امریکا په رهبری قواو د کاروان سره د سړک په غاړه یو بمب وچاود او پنځه عسکر یی ټپیان کړل.
ددغو عسکرو د هویت په باب څه نه دي ویل شوي.