د پاکستان چارواکي وایې حکومتی ځواکونو د افغانستان سره په گډه پوله پنځه ویشت طالب پلوه ملیشې وژلي دي.
دغه چارواکی چې د نوم ښودلو یې ډډه وکړه وی ویل چې جگړه د چهارشنبې په ورځ په باجوړ قبائیلي سیمه کې پیل شوی وه.
دوی وایې په سلگونو وسله والو ملیشو چې راکټونه او درنې وسلې ورسره وی، د حکومت په یوه پوسته یې حمله وکړه او دوه عسکر یې ووژل.
ویل کیږي ددی سیمې نه پر افغانستان د القاعدې او طالبانو بریدونه تنظیمیږي.