د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران باندې نوي بندیزونه ولگول شی


د نړۍ سترو هیوداونو د چهارشنبې په ورځ پدی موافقه وکړه چې پر ایران باندې نوي بندیزونه ولگوي.

که څه هم م م پر ایران تردی وړاندې هم یوڅه نرم بندیزونه لگولی و خو ایران خپلو اتومی فعالیتونو ته دوام ورکو. امریکا او نور هیوادونه داسی گمان کوی چې د ایران دا ډول اتومی فعالیتونه به یوه ورځ دغه هیواد د اتومي بم خاوند کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د نوو بندیزونو دا پریکړه د اروپایې اتحادیی د بهرنۍ پالیسۍ مشر هاویر سولانا او د پنځه جمع یو هیوادونو په گډون پدی دلیل چې ایران ددوی پوښتنې ته د اتومی فعالیتونو د بندولو په اړه پوره او شفاف ځواب ور نه کړ، وکړه.

په م م کې د امریکا د سفارت دایمي مرستیال الجاندرو والف وویل ایرانیانی دیپلوماتانو چې خاور سولانا ته کوم ځواب ورکړی ډیر بی مسولیته او څرگند ندې.

XS
SM
MD
LG