د لاس رسي وړ اتصالات

د بن لادن موټروان، د تروریزم سره په ملگرتیا محکوم شول


د امریکا یو پوځي هیات د القاعدې د شبکې د مشر اسامه بن لادن د پخواني موټروان سلیم همدان د تروریزم سره په ملگرتیا محکوم کړ.

په داسی حال کې چې د همدان د سترگو اوښکې روانې وی په گوانتانامو کې د عدالت لخوا د پریکړی اورولو پرمهال حاضر شو.

همدان په داسی تور تورن دی چې د ثابتیدو په صورت کې به د عمر قید په سزا محکوم شی.

سپینه ماڼۍ وایې چې د همدان محاکمه د نظامي سیستم له مخی بی طرفه وه او د له ځانه یې د دفاع کولو پوره حق درلود.

یو امریکایې پوځي څارنوال همدان د القاعده شبکې ته د وسلو په لیږدولو او ددغی ډلې د مشر اسامه بن لادن په ساتلو تورن کړی. خو د همدان مدافع وکیل وایې چې همدان د خپل ژوند تیرولو لپاره کار کاوه او د القاعده شبکې سره یې کوم تړاو نه درلود.

XS
SM
MD
LG