د لاس رسي وړ اتصالات

قبایلو کې ٢٥ یاغیان وژل شوي


پاکستاني چارواکی وایی چی حکومتي قواو د افغانستان سره په سرحدي سیمه کی د یاغیانو سره په جگړه کی لږ تر لږه ٢٥ تنه د طالبانو طرفدار یاغیان وژلي دي.

دغو مامورینو چی نومونه یې معرفي نه کړل نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی دا سخته جگړه پرون په باجوړ کی شوې ده.

هغوی وویل چی په سلهاو یاغیانو چی ټوپک او راکټ لانچرونه ورسره وود تلاشۍ په یوه پوسته کی په امنیتی قواو باندي حمله وکړه او دوه عسکر یې ووژل.

د باجوړ په قبایلي سیمه کی د طالبانو او القاعدې یاغیان پټ دي او چارواکي گمان کوي چی هغوی ددې سیمی نه په افغانستان باندی د حملو د پاره ځانته اډه جوړه کړې ده.

د طالبانو یوه نطاق مولوی عمر د حکومت دا ادعا رد کړه او د فرانسې خبري آژانس ته یې وویل چی دا جگړې به تر هغو دوام لری چی حکومتي عسکر ددې سیمي نه ووځی.

له بلي خوا د پاکستان حکومتي مامورینو ویلي دي چی امنیتي قواو د یاغیانو یو غټ قوماندان او اته تنه یاغیان وژلي دي.

پرون د چهارشنبې په ورځ د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی وژل شوی قوماندان علی بخت د مولانا فضل الله یو نژدې ملگری و.

دا نظامي عملیات د سوات ددرې د کبل په سیمه کی شوی دي. په سوات کی په همدې هفته کی په جگړو کی لږ تر لږه ١٢٥ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG