د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې ٢٠ یاغي طالبان وژل شوي


افغان چارواکي وايي، د فراه په ولایت کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د فراه د امنیې قومندان خلیل الله رحماني نن د شنبې په ورځ وویل، پر افغان او ایتلافي قواوو باندې د بالا بولوک په ولسوالۍ کې حمله وشوه او بیا وروسته قواوو په ځوابي حملې لاس پورې کړ.

د ایتلافي قواوو نطاق تائید کړې چې په ځوابي حمله کې یې سیمه بمباري کړې ده. امریکايي قواوو تر اوسه وسله والو ته د اوښتو تلفاتو دقیقه شمیره نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې د دوی عسکرو ته زیان نه دی رسیدلی.

د جمعې په ورځ، ایتلافي قواوو وویل، د غزني په ولایت کې یې له وسله والو مخالفینو سره په جگړه کې سهواً څلور ښځې او یو ماشوم وژلي دي.

د امریکا د پوځ یوه نطاق وویل، دغه پیښه د پنجشنبې په ورځ د گیرو په ولسوالۍ کې وشوه.

XS
SM
MD
LG