د لاس رسي وړ اتصالات

چین د المپیک د لوبو په اوله ورځ د سرو زرو دوه مډاله وگټل


په پیکینگ کې د روانو المپیک لوبو په اوله ورځ چین د سرو زرو دوه مډالونه گټلي دي. د المپیک لوبې د جمعې په ورځ د زړه راښکونو افتتاحي مراسمو له نندارې نه پیل شوې.

د ښځو د وزن د پورته کولو د ۴٨ کیلو گرامه په کټگورۍ کې د چین لوبغاړي چین زینگزیا د سرو زرو مډال وگاټه. د ترکیې سیبل اوسکان د سپینو زرو او د تایوان لوبغاړي چین وي لینگ د برونزو مډال خپل کړ.

د نارینه و د ١٠ مترو د نښې ویشتلو په مسابقو کې د چین لوبغاړي پانگ وي د سرو زرو مډال وگټی. په دې برخه کې د سپینو زرو مډال د جنوبي کوریا جین جانگ اوو وگټی او د برونزو مډال د شمالي کوریا د لوبغاړي کیم جانگ سو په برخه شو.

د چک د جمهوریت کترینا ایمونز چې د امریکا د نښه ویشتونکي، میټ ایمونز سره یې واده کړی دی، هغه لوبغاړې ده چې د المپیک لومړنی د سرو زرو مډال یې وگټی. هغې د ښځو د لس مترو نښې ویشتلو په لوبو کې د ٥٠٣ اعشاریه پنځه پاینټو په گټلو سره ریکارډ جوړ کړ او د سرو زرو د مډال مستحقه شوه.

د ښځو د ١٠ مترو د نښې ویشتلو په برخه کې د سپینو زرو مډال د روسیې لیوبوف گلینکې وگاټه. د برونزو مډال د کروشیا لوبغاړې سنجیزانا پجسیک وگټی.

د نارینه و د بایسکل ځغلولو په برخه کې د هسپانیې لوبغاړي سامیول سنچیز د سرو زرو مډال وگټی، د ایټالیې ډیویډ رابلین د سپینو زرو او د سویس فبین کنسیلارا دریم شو او د برونزو مډال یې خپل کړ.

د نارینه و د جډو د ٨٠ کیلو گرامه وزن په کټگورۍ کې جنوبي کوریا اول، اطریش دوهم او ازبکستان دریم راغلی دی.

د ښځو د جوډو په ۴٨ کیلو گرامه کټگورۍ کې رومانیې د طلا مډال وگټی او ورپسې کیوبا د سرو زرو او ارجنټاین د برونزو مډال تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG