د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني والي له حملې روغ ووت


ناپیژندل شویو وسله والو د غزني پر والي ډاکتر عثمان عثماني حمله کړې، والي له دغې حملې روغ وتلی خو دوه ساتونکي یې زخمیان شوي دي.

د والي نطاق، اسماعیل جهانگیر امریکا غږ ته وویل چې، ښاغلی عثماني د سه شنبې په سهار کابل ته روان و چې د وردگو د ولایت د سید آباد د ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې نامعلومو وسله والو یې پر موټر حمله وکړه او نښته پیل شوه.

چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو ته په نښته کې تلفات اوښتي دي.

طالبانو ددغې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG