د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ٦ یاغیان وژل شوي


د افغانستان د دفاع وزارت وایی د هیواد په ختیځ کی د پاکستان سره دسرحد په اوږدو کی په پوځی عملیاتو کی شپږ تنه یاغیان وژل سوي دي.

د دفاع وزارت نن وویل پوځیانو دغه عملیات د دوشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کی کړي دی. دغه وزارت دغه راز وویل د پاکستان یو توندرو چی د پاکستانی طالبانو د قوماندان بیت الله محسود سره اړه لری په دغو عملیاتو کی نیول سوی دی.

د افغانستان مقامات معمولا په پاکستان کی دېره توندروانو باندی له سرحد څخه داوښتلو تور لگوی.

دغه راز د برټانیې ددفاع وزارت وویل د دوشنبې په ورځ یې په کابل کی د بمب په یوې ځان مرگی حملې کی یو عسکر وژل سوی او دوه نور ی ېټپیان شوي دي.

په کابل کی لږترلږه درې تنه ملکیان هغه وخت ووژل شول چی یوه طالب توندرو د ناټو له کاروان سره خپل په چاودونکو موادو بار موټر وجنگاوه.

XS
SM
MD
LG