په کابل کې د امریکا د
متحدو ایالاتو سفارت له مخدره موادو سره د مبارزی له وزارت سره د پنځه نیمو ملیونو
ډالرو مرستو قرارداد لاسلیک کړ.
دا مرسته به په هغو شپږو ولایتونو بدخشان، بلخ، سرپل، بغلان، لغمان او کنړ کې چې تېر کال د کوکنارو د کښت له پلوه صفراعلان شوي وو، ورسیږي.
له مخدره موادو سره د مبارزی وزیر جنرال خدایداد وویل چې دا مرسته د مخدره موادو د وزارت د ابتکاري مرستې یا جي پي ای یوه برخه ده.
په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال وویل چې دوی تمه لري دا مرسته په سمه توګه ولګېږي. هغه وویل ددی مرستې په واسطه به ګڼو بزګرانو ته خدمتونه برابر شي او د کوکنارو کښت به په همدغو ولایتونو کې صفر پاتې شي.
له مخدره موادو سره د
مبارزی وزارت دا ډول وايي چې دوی هغو ولایتونو ته چې کوکنار پکې صفر دي اته شپېته
ملیونو ډالره د مختلفو پروګرامونو له لاری ځانګړې کړي چې دم ګړۍ تری
څوارلس ولایتونه ګټه اخلي.