د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خپلواکئ ورځ لمانځي


د پاکستان مشرانو نن پنجشنبې د خپلواکئ د ورځی د لمانځلو په لړ کی په ملک کی د سیاسي روغي جوړي غوښتنه وکړه.

د برتانیې نه د خپلواکۍ اخیستو د ٦١ مي کالیزي د رارسیدو په دغه ورځ جمهوررئیس پرویز مشرف وویل چی پاکستان ددې د پاره چی په خپلو سیاسي ستونزو اومشکلاتو او د تروریزم سره په جگړه کی بریالی سی ، سیاسي ثبات ته ضرورت لری.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني هم د بیرغ اوچتولو د مراسمو په وخت دې ته ورته وینا وکړه . هغه د خلکو یوې غونډي ته وویل چی نوي ائتلافي حکومت دې ته ملا تړلې چی د هیواد د خلکو تر منځ به روغه جوړه کوی.

مگر هغه دا هم وویل چی د سیاسي ځپنی او دیکتاتورۍ شپې ورځی نوري تیري شوي دي چی دا یې جمهوررئیس مشرف ته یوه کنایه ورسوله.

د اردو دغه پخوانی مشر په داسی حال کی چی د پاکستان په ملی اسامبله کی د حاکم گوند غړي د هغه د مواخذه کیدو د پاره د تورونو په ترتیبولو بوخت دي تر فشار لاندی دی چی استعفی وکړي.

XS
SM
MD
LG