د لاس رسي وړ اتصالات

ایتلافي قواوې وايي گڼ شمیر مخالفین یې وژلي


د متحده ایالاتو د پوځ چارواکي وايي، افغان او ایتلافي قواوو لږ تر لږه ٣٦ وسله وال مخالفین وژلي دي.

دوی وايي، جگړه د چهارشنبې په ورځ هغه وخت ونښته چې مخالفینو د ایتلافي او افغان قواوو پر یوه گډ کاروان باندې د ټوپکو او راکټونو حمله وکړه. قواوو ددغې نښتې ځای نه دی ښودلی.

ایتلافي قواوې همدارنگه وايي، د جمعې په ورځ یې د کاپیسا په ولایت کې څو تنه وسله وال وژلي دي.

بل خوا، نن کابل ته نږدې د هغه موټر مخې ته چاودنه شوې چې د افغانستان د معارف وزیر، حنیف اتمر پکې سفر کاوه. ددغې چاودنې په نتیجه کې یوازې موټروان ټپي شوی دی.

همدارنگه پولیس وايي، دوه ایراني اتباع چې د هرات د مرکز او اسلام کلا پر لاره د چهارشنبې په ورځ لادرکه شوي وو، تښتول شوي دي. امنیتي چارواکي وايي، کوښښ کوي چې دغه کسان راخوشې کړي.

د کندهار له ولایت نه خبر وايي چې، د هغه ولایت والي اسدالله خالد له کار گوښه شوی دی او جمهور رئیس حامد کرزي جنرال رحمت الله روفي د کندهار د نوي والي په توگه مقرر کړی دی.

پر اسدالله خالد باندې د اداري فساد او شکنجه کولو تورونه لگول شوي و خو هغه دا تورونه رد کړي دي. د کاناډا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هم د اسدالله خالد د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

په کندهار کې دوه زره او ٥٠٠ کاناډايي عسکر میشت دي. نوي والي جنرال رحمت الله روفي ويلي دی به کوښښ کوي چې په ولایت کې د افراطیت مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG