د لاس رسي وړ اتصالات

'د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي'


د سرطاني مرضؤنو سره د مبارزې امریکایی موسسې یو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې وایی د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي.

د سرطاني مرضؤنو او موبایل تر منځ د اړیکو پوښتنی مخکی تر دی هم را ولاړې شوی وی. خو دا لومړی ځل دی چی د څیړونکو یوه مخکښه ډله داسی یو جدي خبرداری خپور کړی دی.

داکتر ارنولد هیبرمن، د پتسبرگ د پوهنتون د سرطاني مرضؤنو سره د مبارزی د مرکز رئیس خپلو همکارانو ته د یوه نوت په ترڅ کی دا خبر داری واضحه کړ او وایی چی ماشومان باید یوازی او یوازی په عاجلو شرایطو کی د موبایل نه کار واخلي، ځکه دوی تر نور زیات د گواښ سره مخ دي.

د سرطان سره د مبارزې امریکایی موسسې غړې داکتره مایکل تن دغه څیړنې له نږدې نه څاري:

‏"‎تراوسه ټول شواهد د موبایل د تیلوفن زیان په زغرده نشي په ډاگه کولای. زه وایم دا ناممکنه ده چی د ساینس سره دا په اثبات ورسوو چې موبایل سل په سلو کې مصوؤنه دی.‏"‎

د سرطان سره دمبارزې امریکایی اداره وایی موبایل تیلفونونه د انرژۍ رادیویی څپې د وړانگو په توگه مغزو ته استوي. دغه انستیتوت دا په ډاگه کوي چی د گڼ شمیر څیړنی د نوی تکنالوژی په اړه همدې ټکي ته اشاره کوي او زیاتوي چی د موبایل د تیلفون کار اخیستونکی چی شمیر یی ورځ په روځ زیاتیږي باید دیته ژوره پاملرنه وکړي.

یو سلو اتیا ملیون کسان په امرکیا او د دوه بلیونو نه زیات کسان په نړی کی د مبایل تیلفون کاروي د هییبرمن خبرداری د اوسنی او پخوانیو چیړنو په اساس اعلان شوی. اوس نو دموبایل کار اخیستونکو ته اندیښنه پیدا شوی.

په وروستیو نهایی نتیجو کې اوس هم د مبایل د زیان بشپړ ثبوت ندی لاس ته راغلی نو داکتران هم د وایرلس غوږی د استعمال مشوره ورکوي او وایی ماغزو ته د وړانگو مخنیوی وکړئ.

XS
SM
MD
LG