د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات گوند او د کاندیدانو ترمنځ اوږده جنجالی سیالي


په امریکا کې د دیموکرات گوند چارواکو د شنبې په ورځ موافقه وکړه چې ددی گوند د کاندیدانو ترمنځ اوږده جنجالي سیالي ختمه کړي.

دوی وی دغه مسله ښایې د نومبر میاشت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ددی گوند د بري چانس کم کړي.

د دیموکرات گوند ملي کمیټه په مشیگن او فلوریډا ایالتونو کې د نیمو رایو په ورکړې سره هوکړه وکړه کوم چې د کاندیدو په مبارزه کې پر مخکښه کاندید بارک اوبامه د مبارزې په برقراره ساتلو یې ډیر اغیز کړې.

دی مسلې د هلري کلنتن پلویان په غصه کړل چې د هلری رقیب د وړاندې د دیموکرات گوند څخه په تاریخي توگه د جمهوري ریاست لپاره لمړی تور پوستې کاندید فکر کړي.

دغه تحلیل د استازو شمیر زیات کړ او د کاندیدو لپاره یې تقریباً ٢١١٨ استازي خپل کړل او یوازې ٦٦ نور پاته دي، مگر هغه به هم د نژدی لمړیو درې وروستیو انتخاباتی مبارزو په درشل کې په راتلونکو درې ورځو کې معلوم شي.

دا موافقه هغه وخت وشوه چې د کمیټې غړو د دری ساعتونو لپاره په خپل منځ کې سره خبرې وکړې. دا نظریه په نا مرتبه توگه اعلان شوه چې د گوند دننه یې په منقسمو استازو سخت اغیز وکړ.

XS
SM
MD
LG