د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ - مشرف: زه هیله لرم چی ملت به زما اشتباهات و بخښي


د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف وایی هغه په پارلمان کی د مواخذه کېدلو د مخنیوی دپاره، چی هیواد ته یې تاوان رسېږی، استعفی کوی.

د نړۍ او متحده ایالاتو ورځپاڼو او خبری اژانسونو د سیمی پر دې پېښه باندی تبصرې کړي دي او له هغې جملې څخه د اې ایف پی خبری اژانس وایی چی د پخوانۍ وژل سوي صدر اعظمی بینظیر بوټو زوی، بلاول بوټو د جمهور ریس مشرف د استعفی هرکلی کړی دی او ویلی یې دی چی بل جمهور ریس به د بوټو له گوند څخه انتخابېږی.

ده وویل چی ما د خپلی مور د شهادت څخه وروسته وویل چی ډیموکراسي تر ټولو ښه انتقام دی او دا دی نن ثابته سوه چی زما خبره ریشتیا وه.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼی د کمپیوټر له لاري د ننی ورځی په گڼی کی د پروېز مشرف وروستنی وینا خپره کړې ده چی ویل یې زه هپله لرم چی ملت به زما اشتباهات و بخښي.

ورځپاڼه لیکی چی جمهور ریس مشرف په دې وینا کی د خپل قدرت له زمانې څخه دفاع وکړه، هغه د خپلو ټولو رقیبانو انتقادونه رد کړل او وې ویل چی هغه چی هر څه کړي دي ټول یې وطن ته د خدمت دپاره کړي دي.

ورځپاڼه لیکی چی مشرف په کال ١٩٩٩ کی د کودتا له لاری د قدرت نیولو څخه وروسته د پاکستان ټوله سیاسی صحنه اشغال کړه او د ټروریزم پر ضد جگړه کی یې هغه هیواد د متحده ایالاتو یو مهم ستراتیژیک ملگری کړ.

مگر په هیواد کی د ننه یې د کلونو په اوږدو کی محبوبیت کرار کرار کم سو. او په دغه وخت کی لوېدیځی نړۍ ته د هغه تر ایندې دا خبره مهمه وه چی ملکی حکومت به د ټروریزم سره څرنگه مقابله کوي او د اقتصادی ستونزو چاره به څرنگه کوی.

ورځپاڼه لیکی چی د پاکستان ډېر زیات اوسېدونکي په دې عقیده دي چی په هیواد کی دتوندروانو د ناکراریو د زیاتېدلو علت د متحده ایالاتو سره د هغه اتحاد او ملگرتوب دی.

د پرویز مشرف شهرت ته په کال ٢٠٠٧ کی هغه وخت ډېره صدمه ورسېدله چی هغه په لس هاو قاضیان برطرفه کړل او اضطراري حالت یې اعلان کړ.

د هغه رقیبانو د فبروری په میاشت کی پارلمانی انتخابات وگټل او له هغه وخته راهیسی د ده د لیری کولو هڅی کړي دي او ویل یې چی په پارلمان کی به یې مواخذه کوی.

د متحده ایالاتو د سفارت یوه نطاق د ښاغلي مشرف د وینا کولو څخه وروسته له تبصرې نه ډډه وکړه او ویل یې چی دا پوښتني باید له واشنگټن څخه وسی.

خارجه وزیری کانډولیزا رایس د یکشنبې په ورځ وویل د پاکستان د جمهور ریس آینده یوه داخلی موضوع ده.

خارجه وزیری وویل په داسی حال کی مشرف یو ښه ملگری وو او تېر کال یې د پوځ د لوی درستیز له مقام څخه د استعفی کولو په وخت کی دا وښودله چی هغه د پوحی حکومت د ختمولو په لاره کی پر خپلی وعدې ولاړ دی مگر دا چی هغه باید استعفی وکړي کنه هغه د پاکستان په خپلو خلکو اړه لری.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لیکی کله چی د جمهور ریس د استعفی خبر خپور سو نو خلکو په لارو کوڅو کی د خوښی چیغی وهلې او نڅاوی یې کولې.

په راولپینډی کی د پاکستان د پیپلز پارټی غړو هوایی ډزی وکړې. مدافع وکیلان راغونډ سول او په اسلام اباد کی یې د پارلمان د ودانی څخه دباندی بیرغونه رپول.

ورځپاڼه لیکی چی مشرف وویل چی هغه به خپله استعفی نن د ملی اسامبلې ریس ته وسپاري خو دا معلومه نه ده چی د هغه استعفی به نن سمدستی نافذه سی گنه.

د پاکستان د قانون وزیر فاروق نایک وویل د مشرانو د جرگې ریس محمد میا سومرو به د جمهور ریس د کفیل په حيث کار کوی.

ورځپاڼه وایی دا نه ده معلومه چی د متحده ایالاتو دغه ټینگ ملگری به په پاکستان کی پاته سي کنه.

خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د حاکم ایتلاف مشران به اوس په دې باب فیصله کوی چی مشرف به د هغو تورونو په اساس چی په پارلمان کی یې د هغه د مواخذه کولو دپاره ترتیب کړي وه اوس په محکمه کی تعقیب کړي کنه.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د پاکستان د اطلاعاتو د وزیری شیری رحمن له قوله لیکی چی دا ډ یموکراسی دپاره یو بری دی. نن د دیکتاتوری هغه توره پرده چی د ډېری مودې راهیسی پر هیواد غوړېدلې وه ټوله سوې ده او دا فصل بند سو.

ورځپاڼه لیکی چی مشرف، چی قدرت ته د خپلو رقیبانو د رسېدلو راهیسی تر ډېره ځایه کونج ته سوی وو د قدرت څخه د لاس اخیستلو په مقابل کی ډېر مقاومت وکړ.

که څه هم چی د هغه رقیبو گوندونو هغه په پارلمان کی په مواخذه کولو تهدید کړ او د هغه د مواخذه کولو دپاره یې د تورونو لیست جوړ کړ بیا هم ده د استعفی کولو څخه تر وروستیو شېبو پوری ډډه وکړه.

په دې تورونو کی د قاضیانو د برطرفه کولو او د اضطراري حالت د اعلانولو په ارتباط د اساسی قانون څخه سرغړونه شامله وه.

XS
SM
MD
LG