د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کی نهه تنه ملکېان ووژل شول


د امرېکا اوافغانستان چارواکى واېې چې ېوه ځان وژونکى په خوست کې د امرېکا د نظامى اډې نه بهر ځان په بم والوزاوه او نهه افغان ملکېان ېې ووژل او دېارلس تنه نورېې زخمى کړل.

چارواکى واېې هغه موټر بم چې نن ددوشنبى په ورځ په خوست کې وچول شو هغه نظامى اډې ته ور داخل نشو. طالبانو ددغى بم چونى مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

د خوست والى ارسلا جمال واېې ددغې پېښى قربانېان ټول افغان مزدورکاران ول. هغه ووېل چې دوېم حمله کوونکي پرهغوچارواکېو حمله کوله چې د لومړى حملى تحقېق ېې کاوه خو هغه مخکى له دېنه چې خپل ځان منفجر کړى ووېشتل شو.

دا حمله په داسى وخت کې کېږى چې په کابل کې په زرگونو پولېسان په امنېتى عملېاتو بوخت او غواړى چې د حملو مخه ونېسى.

نن په کابل کې د ملى استقلال ورځ لمانځل کېږى.

XS
SM
MD
LG