د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا لوړه کوى چې له پاکستان سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکړى


د امرېکا خارجه وزېره کانډو لېزا راېس واېې امرېکا به د ترهگرى خلاف جگړې ته د پاکستان له حکومت سره د گډکار په کولو ادامه ورکړى.

راېس دا خبرى ېو څو ساعته وروسته له هغه نه وکړى چې جنرال مشرف استعفى وکړه. کانډو لېزا راېس پروېز مشرف د امرېکا د متحده اېالاتو ملگرى او دوست وباله او د افراطېت خلاف جگړه کې ېې دهغه تعهد وستاېه.

هغې ووېل چې ښاغلى مشرف هغه وخت ډېره مهمه اوغوره لاره انتخاب کړه چې د طآلبانو او القاعده خلاف ېې په جگړه کې برخه واخېستله. دغو افراطېانو د پاکستان اونورې نړى امنېت تهد ېد کړى و.

راېس ووېل چې امرېکا به د پاکستان د مشرانو هڅولو ته ادامه ورکړى چې د افراطېت د رېښو اېستلو ته توجه وکړى.

هغې ووېل چې پاکستان به د خوراکى موادو د کمښت او د اېنرژى د کمبوت ستونزوباندى کار وکړى او د اقتصادى ثبات او ښېرازى لپاره به هم اقدامات وکړى.

XS
SM
MD
LG