د لاس رسي وړ اتصالات

په سروبي کې ١٠ فرانسوي عسکر وژل شوي


کابل ته نژدې، د سروبي په سیمه کې د آیساف پر فرانسوي عسکرو حمله شوې او د جگړې په ترڅ کې لس فرانسوي عسکر وژل شوي دي. بل خوا طالب وسله والو د خوست په ولایت کې نن د امریکا په یو پوځي مرکز سخته حمله کړې ده.

چارواکي وايي، له کابل نه ٥٠ کیلو متره لرې، د سروبي په سیمه کې په جگړه کې ٢١ نور فرانسوي عسکر زخمیان شوي دي.

د فرانسې د جمهوري ریاست دفتر اعلان کړی چې جمهور رئیس نیکولس سرکوزې ددغو عسکرو په احترام افغانستان ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG