د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د بې کوره شویو پاکستانیانو سره مرسته کوي


امرېکاېې ماموران واېې غواړی د هغو په زرها و خلکو سره مرسته وکړی چه د پاکستان په شمال لوېدېز کې په روان تشدد او جنگ کی بی کوره شوی دی.

په اسلام اباد کی د امرېکا د سفارت ېوه وېاند نن ووېل امرېکا تېاره ده چه د پاکستان د حکومت له لاری په قباېلی سېمو د دغو خلکو سره بشری مرسته وکړی، خو په دې شرط چه د پاکستان حکومت ېې غوښتنه ورڅخه وکړی.

نن په ېوه مطبوعاتی وېنا کی د امرېکا سفېرې ان پېټرسن ووېل چه دا مرسته به دهغو بی اثری خلکو سره کومک وکړی چه د حالاتو د ښه کېدلو پوری ژوندی پاتی شی او خپله گوزاره پری وکړی.

پاکستانی مقامات واېې چه په باجوړ کی دوه سوه زره خلک د طالبانو او القاعدې د طرفدارو جنگېالوپه خلاف دپاکستانی قواو د عملېاتو په نتېجه کی بی کوره شوی دی.

دغه جنگ دوه هفتی مخکی شروع شو. ډېر خلک دپناه اخېستلو لپاره هغو کمپونو ته تللی دی چه د افغانستان د سرحد سره نژدی لگول شوی دی. کله چه په باجوړ کی وسله والو سړو د پوځ په ېوه پوسته باندی حمله وکړه نو د پاکستان پوځ دغه عملېات شروع کړل.

تر اوسه پوری تقرېبا پنځه سوه جنگېالی او دوه وېشت پاکستانی عسکر په دغه جنگ کی وژل شوی دی او نن هم جنگ روان ؤ.

XS
SM
MD
LG