د لاس رسي وړ اتصالات

د مشرف له استعفى نه وروسته د پاکستان سېاست او امنېت


واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى د جمهور رئېس پروېز مشرف له استعفى نه ېو څو ساعته وروسته، زردارى او نواز شرېف په خپلو تلوېزېونى وېنا گانو کې لوړه وکړه چې برطرف شوى قاضېان به بېرته مقرروى.

ورځپاڼه لېکى چې د اېتلاف مشرانو آصف على زردارى او نواز شرېف په اسلام اباد کې په دوېمه ورځ هم سره ملاقات وکړ چې په دې خبره بحث وکړى چې نهه کاله نظامى حکومت نه وروسته په لومړى قدم څه وې چې دوى ېې پورته کاندى.

واشنگټن پوست لېکى داسى معلومېږى چې د د پېپلز گوند مشر اصف على زردارى او د مسلم لېگ نواز گوند مشر نواز شرېف د هغو شپېتو قاضېانو په مقررولو کې چې پروېز مشرف برطرف کړى ول، له ېو بل سره اختلاف نظر لرى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه هم د پاکستان د اېتلافى گوندونو هغو اختلافاتو ته اشاره کوى چې د جمهور رئېس پروېز مشرف له استعفى نه ېوه وروسته را ښکاره سول او دا پوښتنى ېې را پېدا کړى چې په ملکى حکومت کې راټول گوندونه له ېو بل سره څومره ژور اختلاف نظر لرى او داحکومت به ترکوم وخت پورې دوام وکړى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دا اختلافات هغه وخت راڅرگند شول چې د مسلم لېگ نواز گوند مشر نواز شرېف له هغه مجلس نه ووت چې د پاکستان د ستر ى محکمى د قاضى چې ښاغلى مشرف برطر ف کړى و د بېا مقررېدلو په موضوع باندى د پېپلز گوند له مشراو سره روان و. ورځپاڼه لېکى کله چې نواز شرېف له دغه مجلس نه ووت نو لاهور ته ولاړ.

د مسلم لېگ نواز گوند نور غړى واېې چې نواز شرېف د اېتلاف عالېرتبه مشرانو ته چې مشرتوب ېې د پېپلز گوند مشر اصف على زردارى کوى، اخطار ورکړ چې که قاضې القضات افتخار محمد چوهدرى په ٧٢ ساعتونو کې بېرته مقرر نشى نو دده گوند به له حکومت نه ووزى.

ښاغلى چوهدرى دهغو شپېتو قاضېانو په جمله کې و چې پروېز مشرف تېرکال د پاکستان له سترې محکمى نه برطرف کړل.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دا کار حتى د پاکستان د سخت او بدلېدونکى سېاست په نظر کې نېولو سره هم د پاکستان خلکو ته دارېانتېا وړ و.

سېاستمدارانو وېل چې د ښاغلى مشرف موجودېت ددې سبب و چې اېتلافى گوندونه له ېوبل سره همکارى وکړى خو کله چې هغه استعفى وکړه نود اېتلاف اصلى اختلافات هم را څرگند سول.

له حکومت نه د ښاغلى نواز شرېف د گوند وتل به دغه حکومت چې اټومى قدرت لرى په ډېر سخت وخت کې ډېر کمزورى کړى.

خو ددى مانا به دانه وى چې خامخابه نوي انتخابات وشى. خو سره له دې هم دا اوسنى حالت د پاکستان د اېنده ثبات لپاره ښه نه ښکارى. نېوېارک ټاېمز لېکى له ېوې خوا نه د پاکستان اقتصاد مخ په ځوړه روان دى له بلى خوانه ېاغى طالبان ډېر تقوېه او زړور سوېدى.

هغوى په قبېلوى سېمو کې خپل خوندى ځاېونه لرى او دهېواد هرگو ټ ته رسېدلى شى.

د سه شنبى په ورځ دامرېکا لپاره د پاکستان سفېر حسېن حقانى د اېتلافى گوندونو ترمنځ اختلافا ت بې اهمېته وگڼل. هغه اټکل وکړ چې اېتلاف گوندونه به د مشرف له نظامى حکومت نه وروسته سره ېوځاى پاتى شى . که څه هم هغوى به دمساېلو په حل کولو کې اختلاف نظر لرى ځکه د ېوشمېر ستونزو په حل کې مختلف نظرېات لرى.

خو د پاکستان د ېوې ورځپاڼى The Nation مدېر عارف نظامى چې د نواز شرېف د کورنى سره دوستى لرى واېې ددې توقع نشته چې ښاغلى شرېف دې د قاضېانو له مسلى نه تېرشى.

ښاغلى زردارى او نواز شرېف د قاضى القضات چوهدرى په برحاله کولو کې له هغه وخت راهېسى چې په اېتلاف کې ېې گډون کړېدى، له ېو بل سره سخت اختلاف نظر لرى.

د International Republican Institute, په نامه اداره په خپله سروې کې واېې چې په سلو کې درې اتېا پاکستانېان داغواړى چې پخوانې قاضې القضات بېرته په خپل کار وگومارل شى. خو ښاغلى زردارى داخبره څرگنده کړه چې دى نه غواړى ښاغلى چوهدرى بېرته په خپله وظېفه دسترى محکمى د رئېس په توگه وگومارل شى.

هغه کسان چې د ښاغلى زردارى له نظر سره اشنا دى هغوى واېې چې زردارى عبدالحمېد ډوگر چې پروېز مشرف دتېرکال په نومبر کې مقرر کړى و غوره گڼى.

نېوېارک ټاېمز لېکىښاغلى زردارى له دې وېرې نه د چوهدرى له ټاکلو سره د سترې محکمى د رئېس په توگه مخالفت کوى چې ښاېې هغه دعوه بېرته راوسپړى چې ښاغلى زردارى باندى پکى د ادارى فساد تورونه لگېدلى وو.

خو دېوې سېاسى روغى جوړې په نتېجه ترېنه هغوتورون لېرىکړى شول. دمسلم لېگ دگوند غړى واېې چې زردارى له هغه وخت نه وروسته پاکستان ته راغى چې بېنظېر بهټو دهغه مېرمن او پخوانې صدراعظمه د تېرکال په ډېسېمبر کې ووژل شوه.

هغوى واېې چې زردارى دهغه لېکلى تړون په منلو کې ناکام سو چې له نواز شرېف سره ېې د چوهدرى په برحالولو کې لس ورځى مخکى کړى و.


XS
SM
MD
LG