د لاس رسي وړ اتصالات

د المپیک د لوبو ١٢مه ورځ


د جمایکا یوه لوبغاړي وکولای شول چې د المپیک د لوبو په ١٢مه ورځ د ځغاستې په مسابقو کې په څه باندې ١٩ ثانیو کې ٢٠٠ متره فاصله ووهي. دغه لوبغاړي د سرو زرو مډال گټلی او ورسره یې په نړی کې د تر ټولو تیزې ځغاستې ریکارډ قایم کړی دی.

دغه لوبغاړی اوساین بولټ نومیږي او د تیرې شنبې په ورځ یې د سلو مترو د ځغاستې په مسابقه کې هم د سرو زور مډال گټلی و. جمایکا د المپیک د نتایجو په لسټ کې تر اوسه ١٣ مقام لري. تر اوسه یې اووه مډالونه گټلي چې څلور یې د سرو زرو دي.

د المپیک د لوبو ١٢مه ورځ د اففانستان لپاره هم بختوره ورځ وه. افغانستان وکولای شول چې د المپیک په لوبو کې په لومړي ځل مډال وگټي. د تکوانډو د ٥٣ کیلو گرامه کټگورئ کې د افغانستان لوبغاړي روح الله نیکپای وکولای شول چې د هسپانیې مشهور لوبغاړي او نړیوال اتل انټونیو راموس ته ماتې ورکړي، نیکپای د جرمني او برتانیې له لوبغاړو نه هم لوبه وگټله خو د مکسیکو له لوبغاړي نه یې ماتې وخوړه او په دې ډول یې د برونزو مډال تر لاسه کړ.

په دغو مسابقو کې د سرو زرو مډال د مکسیکو ‏(‎گوی لرمو پرویز‏)‎ گټلی او د سپینو زرو مډال د ډومنیکن د جمهوریت یولیس مرسډیز گټلی دی.

د ٥٣ کیلوگرامه کټگورئ د ښځو په مسابقو کې د سرو زرو مډال چین گټلی دی.

د بادي کښتیو د ځغلولو په مسابقو کې چین په لومړي ځل د سرو زرو مډال گټلی دی. ددغو مسابقو د نارینه و په برخه کې د سرو زرو مډال د نیو زیلانډ لوبغاړي تر لاسه کړ.

او پرون د پهلوانۍ په مسابقو کې د ترکیې او روسیې د سرو زرو مډالونه وگټل.

که د گټل شویو مډالونو شمیر ته وگورو، کوربه هیواد له ٧٩ مډالونه سره لومړی مقام لري چې ۴٥ یې د سرو زرو دي. امریکا تر اوسه ٨٢ مډالونه گټلي چې ٢٦ یې د سرو زرو دي او دوهم مقام لري او ورپسې برتانیه ده چې ٣٧ مډالونه یې گټلي دي. برتانیې تر اوسه د سرو زرو ١٦ مډاله گټلي دي.

روسیې چې د سه شنبې د ورځې تر پایه پورې شپږم مقام درلود، پرون له جرمني او استرالیا نه مخکې شو او څلورم مقام یې تر لاسه کړ. روسیې تر اوسه ۴٥ مډالونه گټلي دي چې ١٣ یې د سرو زرو دي.

استرالیا او جرمني په وار سره پنځم او شپږم مقامونه گټلي دي. استرالیا ٣٦ او جرمني ٢٨ مډالونه لري .

د المپیک ختمیدو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي. د ٢٣ طلايي مډالونو لپاره به مسابقې تر سره کیږي.

ټاکل شوې ده چې نن د پهلوانۍ په ٨۴ کیلو گرام، ٩٦ کیلوگرام او ١٠٥ کیلوگرامو کټگوریو کې د فاینل مسابقې تر سره شي.

نن به د د سرو زرو د مډالونو د گټلو لپاره د والیبال، بایسکل خغلولو او د بادي کښتیو د چلولو لوبې هم تر سره شي.

خو د افغانستان لپاره به د نن ورځې په مسابقو کې د تر ټولو مهم د ٦٦ کیلو گرام کټگورئ د تکوانډو مسابقې وي. ځکه چې په دغو مسابقو کې د افغانستان لوبغاړی نثار احمد بهاوي له خپل امریکايي سيال سره مخامخ کیږي.

افغان مقاماتو لا له وړاندې ویلي چې بهاوي ته ډیره تمه لري.

XS
SM
MD
LG