د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سپتمبر په ٦مه نوی جمهور رئیس ټاکي


د پرویز مشرف له استعفی وروسته، په پاکستان کې د واکمن ایتلاف د ثبات په باب اندېښنې راپیدا شوي دي. ایتلافي حکومت د مشرف په لاس د برطرفه شویو قاضیانو د بیرته برحالولو او د مشرف د ځای ناستي د ټاکلو پر سره خبرې کوي.

د ایتلافي حکومت مشران د پرویز مشرف د ځای ناستي د ټاکلو پر سره خبرې کوي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړی چې پارلمان او څلور ایالتي اسامبلۍ به د سپتمبر تر شپږمې پورې نوی جمهور رئیس وټاکي.

د پاکستان د جمهوري ریاست څوکۍ سمبولیکه بڼه لرله. خو پرویز مشرف ددغې څوکۍ صلاحیتونه ور زیات کړل تر دې چې جمهور رئیس ته یې ددې قانوني حق ورکړ چې کولای شي پارلمان منحل کړي.

ایتلاف همدارنگه پر دې موضوع هم غور کوي چې آیا هغه په لسگونو قاضیان بیرته برحال کړي چې تیر کال پرویز مشرف برطرفه کړي وو.

دغو قاضیانو غوښتل چې د جمهور رئیس په توگه د مشرف بیا انتخابیدل غیرقانوني اعلان کړي، خو وار مخکې کړ، قاضیان یې برطرفه کړل او په ټول ملک کې یې اضطراري حالت اعلان کړ.

په دې تیرو څو اونیو کې د پاکستان ایالتي اسامبلیو او پارلمان په متحده ډول پرویز مشرف اړ باسه چې واک پرېږدي خو د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې د دوی اتحاد مشکوک معلومیږي.

په پاکستان کې دا وخت د ډیرو خلکو نومونه اخیستل کیږي چې ممکن د پرویز مشرف ځای ناستی شي. په دغه ډله کې یو نوم د پیپلز پارټۍ د مشر آصف علي زرداري دی. ځینې خلک بیا وايي، د آصف زرداري خور یا د پارلمان رئیسه شاید د جمهوري ریاست پر څوکۍ مقرره شي.

د بلوچستان او سرحد صوبې مشران بیا ددې لپاره مبارزه کوي چې پر دغه پوست باندې د دوی مشران وټاکل شي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، کاندیدان باید تر سه شنبې پورې خپل نومونه ثبت کړي.

د مشرف د ځای ناستې د ټاکلو پر موضوع باندې د ۴٠ برطرفه شویو قاضیانو د برحالولو پر سر روان جنجال سوری غوړولی دی.

سیاسي مشران وايي، د پخواني جمهور رئیس په خلاف اتحاد پر دې تړون ولاړ و چې د مشرف له لرې کېدو ٢۴ ساعته وروسته به قاضیان بیرته برحالیږي. خو د مشرف له استعفی څلور ورځې وروسته، پخواني صدراعظم نواز شریف اعلان وکړ چې سیاسي مشران لا تر اوسه ددغه تړون په عملي کولو غور کوي.

نواز شریف وايي، د قرارداد یوه مسوده باید د دوشنبې تر ورځې پورې پارلمان ته وړاندې شي. دی وايي، پر دې موضوع به غور کیږي خو تر چهارشنبې پورې باید قاضیان برحال شي.

نواز شریف خبرداری ورکړی که د قاضي القضات افتخار محمد چودري په گډون ټول قاضیان بر‏حال نشي نو له پیپلز پارټۍ سره به خپل ایتلاف مات کړي. دا معلومداره ده چې پیپلز پارټۍ د قاضیانو برحالئ ته زړه نازړه ده. ځکه چې که قاضیان بیرته راشي، دوی کیدای شي هغه عفوه لغوه اعلان کړي چې له مخې یې د پیپلز پارټۍ د ځینو مشرانو د اداري فساد او رشوت دوسیې تړل شوي دي.

د پخواني قاضي القضات یوه نطاق ويلي، له دې آمله مایوسه شوی چې د قاضیانو د برحالئ لپاره دا دی بل مهلت وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG