د لاس رسي وړ اتصالات

سوات کې ٣٥ افراطیان وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، نن د شنبې په ورځ یې د سوات په دره کې په یوې سختې جگړې کې لږ تر لږه ٣٥ افراطیان وژلي دي.

د پوځ یوه نطاق، جگړن ناصر علي وویل په دغه جگړه کې د دوی دوه عسکر هم وژل شوي دي.

نطاق وویل، پوځ هغه وخت عملیات پیل کړل چې یوه سړي له چاودېدونو موادو ډک موټر په سوات کې د پولیسو پر یوې پوستې ور وست، لږ تر لږه شپږ پولیس یې ووژل او ډیر نور یې زخمیان کړل.

دغه ځانمرگې حمله په سوات کې د روانو ناارامیو وروستۍ پیښه ده. حکومت وايي، په دغه سیمه کې د القاعده د طرفدارانو په خلاف عملیات کوي.

د جمعې په ورځ، پولیسو وویل، د هغو ځانمرگو حملو دریم مشکوک کس یې نیول چې د پنجشنبې په ورځ یې اسلام آباد ته نږدې ٦۴ تنه ووژل.

XS
SM
MD
LG