د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ایتلافي حکومت مات شو


په پاکستان کې د مسلم لیگ د گوند مشر، نواز شریف اعلان کړی چې له ایتلافي حکومت نه وتلی دی.

نواز شریف دغه اعلان نن په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړ.

مسلم لیگ او پیپلز پارټۍ په پاکستان کې د فروري د ١٨مې له انتخاباتو وروسته ایتلافي حکومت جوړ کړ. خو د مشرف په لاس د برطرفه شویو ٣٠ قاضیانو د برحالولو پر سره د دواړو گوندونو تر منځ قوي اختلاف روان و. په دغو قاضیانو کې د پاکستان قاضي القضات افتخار محمد چودري هم شامل دی.

ښاغلي شریف تیره هفته خبرداری ورکړ چې کې قاضیان تر دوشنبې برحال نشي، نو له ایتلاف څخه به ووځي.

تحلېل کوونکى واېې د پېپلز گوند مشر آصف على زردارى دېته ماېل ندى چې برطرف شوى قاضېان ددى اندېښنى له امله بېرته برحال کړى چې هسى نه هغوى دده خلاف د ادارى فساد دوسېې بېرته را ونه سپړى.

اصف على زردارى د شنبى په ورځ وویل د جمهورى رېاست لپاره یې ځان کاندېد کړى.

رپوټ واېې ښاغلى مشرف ددې لپاره استعفى وکړه چې د رسمى تورونو له لگېدلو او برطرفېدلو له مسلى نه ځان خلاص کړى.

مسلم لیگ به اوس د حکومت د مخالف گوند په توگه فعالیت کوي او د جمهوري ریاست لپاره یې خپل کاندید اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG