د لاس رسي وړ اتصالات

م.م: هرات کې د ملکیانو د وژل کېدو په باب شواهد لرو


ملگرى ملتونه واېې چې دوى قانع کوونکي دلاېل پېدا کړېدى چې هغه ٩٠ افغان ملکېان چې زېاتره ېې ماشومان وو، تېره اونى د دامرېکا په مشرۍ اېتلاف په بمبارۍ کې ووژل شول.

په افغانستان کې دملگرو ملتونو خاص استاځى کاې اېډه نن د سه شنبى په ورځ په ېوه خبرلېک کې ووېل چې په افغانستان کې دملگرو ملتونو د مرستو مامورېت خپل معلومات د عېنى شاهدانو د خبرو پر بنا لاسته راوړى دى.

دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي د تېرې جمعى دورځې هواېې بمباري محکومه کړه او وې وېل چې دهرات په ولاېت کې ٩٠ ملکېان ووژل شول. دامرېکا ددفاع وزارت واېې چې دا حمله مشروع او قانونى وه او مقصد ې طالبان وو. په دغه حمله کې ٢٥ تنه طالبان او پنځه تنه ملکېان ووژل شول.

دافغانستان ددفاع وزارت ووېل چې دغه چپا و چې د افراطېانو پر مشکو ک ځاې شوى و په دې کې موفق شو چې خپل اصلى هدف چې د طالبانو قوماندان ملاصادق و له منځه ېوسى.

نور تفصېل:

ددوشنبى په ورځ حکومت ووېل چې دوى به د خارجى قواو د موجودېت په برخه کې له سره مذاکرات وکړى ځکه چې د دې نېژدى وختونو په عملېاتو کې ډېر زېات ملکى تلفات منځته راغلى دى.

دافغانستان کابېنى ووېل چې دوى چارواکېو ته هداېت کړېدى چې دنړېوالو قواو له استاځېو سره دنړېوالو قواو په نقش باندى مذاکرات پېل کاندى. د افغانستان کابېنى ووېل چې دوى څو څو ځلى له خارجى قوماندانانو نه غوښتنه کړېده چې پر ملکى اهدافو باندى بمبارى بنده کړى او د افغان ملکېانو له ځورولو او تنگولو نه لاس واخلى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې د جاپان د مرستو ېومامور د ننگرهار ولاېت په مرکز جلال اباد کې برمته شوېدى. رپوټ واېې چې چارواکېو لټون پېل کړېدى چې دغه سړى چې نن د وخته برمته شو او په ېوه پروژه کې ېې کار کاوه پېدا کاندى. د جاپان د کېوډو خبرى اژانس واېې چې دغه سړى د ېوې غېر دولتى موسسى چې د پېښور کاى په نامه ېادېږى کار کوى. دغه موسسه په افغانستان او پاکستان دواړوکې کتنځى او کلېنېکونه لرى.



XS
SM
MD
LG