د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د محکمو وکیلانو پراخې مظاهرې کړي


په زرگونو د پاکستان د محکمو وکیلان د پاکستان په لویو ښارونو کې لارو کوڅو ته راوتلي دي او د پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف په لاس د بر‏[طرفه شویو قاضیانو د بیرته برحالولو غوښتنه کوي.

دغو وکیلانو نن د پنجشنبې په ورځ، په اسلام آباد، لاهور او ځینو نورو ښارونو کې د دوو ساعتونو لپاره سرکونه بند کړي وو.

د مظاهره کوونکو تور بیرغونه په لاس کې وو او د پاکستان د حکومت او د آصف علي زرداري په مشرئ د پیپلز پارټۍ پر ضد یې شعارونه ورکول.

مظاهره چیانو پر لارو کوڅو پر دیوالوالونو باندې د آصف زرداري لگیدلي پوسټرونه څیري کړل. زرداري د سپتمبر د شپږمې د جمهوري‏ ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی.

وکیلانو پر زرداري تور ولگاوه چې د هغو ٦٠ قاضیانو د بر‏حالئ مخه یې نیولې چې تیر کال پرویز مشرف په ملک کې د اضطراري حالت د اعلانولو پر وخت برطرفه کړل. مشرف تیره اونۍ استعفی وکړه.

که څه هم حکومت د سند په ایالت کې اته قاضیان بیرته په خپلو وظیفو مقرر کړي دي، خو مظاهره کوونکو د محکمو وکیلانو دغه اقدام ناکافي وباله او د ټولو قاضیانو د بیرته مقررېدو غوښتنه یې کوله.

XS
SM
MD
LG