د لاس رسي وړ اتصالات

اکسفام: افغانستان کې د مرستو د کمي بحران


د برتانیې یوې خیریه ټولنې ویلي، په میلیونونو افغانان د سږني ژمي لپاره د خوړو له کمي سره مخ دي، او ددغو مرستو د برابرولو په خاطر د پیسو راټولولو لپاره ډیر کم وخت پاتې دی.

د اکسفام په نامه دغې خیریه موسسې ویلي، د افغاستان مرکزي ولایت، دایکندي کیدای شي په تیرو شلو کلونو کې د تر ټولو بدو شرایطو سره مخ شي. اکسفام ویلي، ددغه حالت د مخنیوي لپاره پراخو خیریه مرستو ته ضرورت دی، خو ویلي یې دي چې د ژمي د موسم د مرستو د رسولو لپاره د ضرورت وړ ۴٠۴ میلیونو ډالرو تر اوسه یوازې پنځمه برخه پیسې راټولې شوي دي.

اکسفام د نړۍ له هیوادونو نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغې موسسې ویلي، که عاجلې او کافي مرستې ونشي، کیدای شي پراخ روغتیايي مشکلات رامنځته شي، ممکن ډیر خلک د خپلو کلیو او کورونو پرېښودو ته اړ شي او د یوه اجتماعي بحران سبب وگرځي.

XS
SM
MD
LG