د لاس رسي وړ اتصالات

مککین: دا به ډېره نامناسبه وى چې په ملى مجلس کې ډېر عالېشان مراسم ترسره شى


د امرېکا د جمهورى خواه گوند له خوانه د جمهورى رېاست انتخاباتو ته کاندید سناتور جان مکېن ووېل چې دا به ډېره نامناسبه وى چې د جمهورى خواهانو په ملى مجلس کې ډېر عالېشان مراسم او ترسره شى او خوشالى وشى ځکه توقع ده چې د گوستاو په نامه سمندرى توپان امرېکا ته راورسېږى.

سناتور مکېن د فاکس دخبرى تلوېزېون په ېوه مخکېنى ثبت شوې مرکه کې نن د ېکشنبى په ورځ ووېل دده گوند په مختلفو لار چارو باندى غور کوى چې دغه ملى مجلس داېر کړى. هغوى د کومى ناڅاپې پېښى سره دمقابلې او د مخنېوى په چارو هم غور کوى.

توقع ده چې د جمهورى خواهانو ملى مجلس ددوشنبى په ورځ د مېنى سوتا په اېالت کې ددوشنبى په ورځ پېل شى. توقع ده چې د گوستاو سمندرى توپان دامرېکا جنوبى ختېځى ساحلى سېمى وځپى.

سپېنه ماڼۍ واېې چې ښاېې جمهور رئېس جورج بش د ددوشنبى په ورځ د جمهورى خواهانو په ملى مجلس کې لکه څنگه چې ټاکل شوېده د گوستاو د سمندرى توپان له امله گډون ونکړى.

ښاغلى بش به په ملى مجلس کې د گډون پر ځاى دمکسېکو د خلېج په اوږدو کې هغه عملېات اواقدامات وڅارى چې د دغه سمندرى توپان د خطر د مخنېوى لپاره کېږي.

توقع ده چې مکېن او دهغه د جمهورى رېاست دمرستېالۍ لپاره نومول شوې سېره پالېن به د مسېسېپى اېالت ته سفر وکړى چې د سمندرى توپان لپاره د چمتو والى کارونه وگورى.

سناتور مکېن نن د خپلې مرستېالى سېره پالېن نه د فاکس په خبرى تلوېزېون کې دفاع وکړه. که څه هم نوموړى په امرېکا کې د ملى سېاست په مېدان کې تقرېباهېڅ شهرت نلرى.

XS
SM
MD
LG