د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري غوښتونکو کانوانسیون به د دوشنبې په ورځ په سینت پال کی پراستل شي


د شنبې په روځ د جمهوري ریاست دپاره سیال کاندیدان، برک اوباما او جان مککېن، خپلو کمپاینونو ته پداسې حال کی دوام ورکړ چی د جمهوري غوښتونکی گوند د ملي کانوانسیون ورځې رانږدې کیږي.

د جمهوري غوښتونکو کانوانسیون به د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه د منې سودا په سینت پال کی پراستل شي. د شنبې په روځ جان مککین د پنسلوانی په مهم ایالت کې د الاسکا والي سره پالین د خپلی مرستیالې په توگه اعلا ن کړه.

دوی د کانوانسیون دپاره ځانونه پداسی حال کی چمتو کوی چی امریکا بیا هم د گوستاف په نوم د سمندري طوفان تر گواښ لاندی راغلی دی.

خلک وایی د مککېن انتخاب هم گټور او هم زیانمن ثابتیدای شي.

XS
SM
MD
LG