د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کي د روژې مبارکه میاشت


په امریکا کې هم د نړۍ د نورو ملکونو په شان د روژې په میاشت کې ملیونها و مسلمانان د روژې په نیولو دا سپیڅلې میاشت نمانځي چې خدای ته د اطاعت او د نفس د تزکې میاشت گڼل کیږي.

مسلمانان وایي پدی میاشت کې دوي ته ددې موقع ور په لاس شي چی خپل مذهب او اساسات غیر مسلمانو ته ور وپیژني.

په امریکا کې د مسلمانانو د شمیر په باب بیلې سروی گانی بیلې نتیجې ښیي. ځینی موسسې د مسلمانانو شمیر شپږ ملیونه ښیی او ځینی نور یی اته ملیونه.

پدوي کې اکثر مهاجرین دی خو ځینی هغه مسلمانان هم پکی شامل دی چی دلته یی اسلام ته مخه کړیده. امریکایی مسلمانان دغه مبارکه میاشت چی د برکت او گټو نه ډکه میاشت ده په خوند یو ځای نمانځي.

د حلالې غوښې د را نیولو د پاره یو ځای بازار ته ځي او بیا د روژه ماتي دپاره تیاري نیسي.

امینه تمبوش چی د سینگال نه ده د روژې په میاشت کې د دعوتونو یادونه کوي.

"د مذهب له لحاظه هر څه د پخوا په شان دي خو په خپل هیواد کی به مو ډیر خلک را چاپیره و. دلته په روژی کی کار کوو، ناوخته کور ته ستنیږو نو گرانه وي چی د دوستانو سره وگوروو او یو ځای روژه ماتی وکړو همدارنگه دا هم گرانه ده چې د جمعې ورځې د جماعت نمونځ یو ځای تر سره کړو."

د جمعې د ورځی نمنځونه د واشنگتن په تاریخث جومات کی تر سره کیږی چی تل پکې گڼه گوڼه وي. دا او نور جوماتونه د خلکو نه ډک وي چې پکې د ورځی پنځه وخته نمونځ، تراوې او د جعې جماعت نمونځ پر ځای شي.

امام عبداللّه خوج، رئیس مرکز اسلامی در واشنگتن میگوید تنوع مسلمانان در ایالات متحده کیفیت خاص به رمضان بخشیده است.
په واشنگتن کی د اسلامي مرکز رئیس امام عبدالله خوج وایی په امرکیا کی د مسلمانانو ټولنې د روژې میاشتې ته خاص خوند او رنگ وربښي.

"د روژې په مبارکه میاشت کې هماغه شانتې چی د بیلو ملکونو بیرغونه رپیږي د نړۍ د گوټ گوټ نه خلک د یوه میز تر شا په را ټولیدو سره یو ځای کیني او روژه ماتی کوي. هغوی ددې میاشتې په سپېڅلتیا او فضیلت چی د الله جل جلاله هو د پاره نیول کیږي، خبرې کوي."

امام خوج وایی د امریکایی مسلمانانو دپاره دا میاشت نورو ته د اسلامي عقایدو په اړه د زده کړې میاشت گڼل کیږی.

هغه وایی د جمهور رئیس جورج بش په گډون د امریکا د جمهور رئیسانو پیامونه د امریکا عامو خلکو ته دا په ډاگه کوي چې اسلام د سولې او امن دین دی.

جین سیسي چی د گیني هیواد نه ده، دیته ورته نظر لري.

"‎زه پوره باور لرم چې اسلام یو داسې دین دی چی خلک سره یو موټی کوي، نو د روژې میاشت د سولې، اطاعت او اتفاق په اړه د خبرو دپاره لاره خلاصؤي.‏"‎

پداسې حال کې چې امریکایی مسلمانان پدې میاشت کی د خپل ورځني ژوند بڼه بدلوي اکثر امید لري چې مسلمانان خپله ایماني دنده پر ځاي کړي او غیر مسلمان امریکاییان ددی میاشتې پر فضیلت او برکت خبر کړي.

XS
SM
MD
LG