د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا انکشافي ادارې خپله لومړنۍ پروژه نن د کرزی په وړاندې لاس لیک کړه


د امریکا انکشافي ادارې د افغانستان د حکومت تر نظر لاندی خپله لومړنۍ پروژه نن د جمهور رئیس حامد کرزی په وړاندې په داسې حال کې لاس لیک کړه چې د محلي ادارې استازی هم هلته موجود و.

د امریکا انکشافي ادارې څلورنوي اعشاریه شپږ ملیون ډالره د محلی ارگانونو د ستراتیژیک پلان سره سم ددې ارگانونو پر پراختیا او ودې لگوي.

له دې لارې به شپږ پنځوس اعشاریه شپږ ملیون ډالره د محلي حاکمیت پر پیاوړتیا، پنځه ملیونه د ختیځ او جنوبي حوزو پر وړتیا، شل ملیونه ډالر به پر ښاری پروژو او دیارلس ملیونه ډالر به د کاري ظرفیتونو پر لوړولو مصرف شي.

XS
SM
MD
LG