په امريکا کې د تیلو لوړو بييو د امریکاییانو د موټرو چلولو عادت هم بدل کړی. د امريکا د لویو لارو د موټرو احصايې ښيی چې د تير کال په پر تله سږ کال د می تر ميا شتې امریکايانو پنځلس ميليارده کيلو متره کم موټري چلولي.
دا شمېره په ١٩۴٠ کې پدې اړه د حکومت له اړخه د شميرو له را ټولولو وروسته دريم ستر کمی دی.
له نومبر نه تر می پوری، امريکايانو د تیر کال په همدغه موده کي پنځه شپيته ميلياردهْ کيلو متره کم موټر چلولي. په اټکليزه توگه دا واټن له ځمکې نه لمر ته د تلو راتلو د واټن ٢١٥ چنده دی.
د امريکا د لويو لارو یو فدرالي مامور، جيمز راي، دا بدلون بې ساری بولې او وايی چې د امریکایيانو د سفر کولو په عادت کې د ايوژ ور بدلون دی.
امریکايان وايي چې دا يواځې د تيلو لوړې بيي ندي چې پر دوی يي اثر کړی بلکې يو علت يي د امريکا مخ پر ځوړ اقتصاد دی.
پوښتنه دا ده چې دا دومره مو ټروانان چير ته تللي. د امريکا د دولتي ترانسپورت اتحاديه وايی چي ډېرو خلکو عامه ترانسپورت ته مخه کړې.
امریکايانو سږکال یو نیم میليارده سفرونه کړي چي په عامه ترانسپورت کې دا د تير کال نه اته اتيا نيم ميلیونه زیات سفرونه دي. دولتی څيړنې ښيي چې امريکايان ډیر وختونه څو نفر يو موټر د سفر لپاره کاروي او زیاتره کارونه له کوره مخ په وړاندې بيايي.
د ترانسپورت د چارویو کارپوه، الان پولانسکي: "زما په فکر ډير خلک له کورونو نه وځي، ددوي خپل سفرونه ځنډوي اوْْْْْ نور َْبيا خپل سفرونه فسخه کويَ چې دا د ټولنې لپاره يو بد خبر دی."
کار پوهان وايي چې که له يوې خوا د موټرو چلولو کمی د تيلو د بيیو د راټيټيدولامل گرځيدلي له بل اړه د مارکيټ سايکالوجي بدلون موندلی.
اروا پوه کيټ يارو وايی چې دا يو تلپاتی بدلون دی. نو موړی زيا توي چي دا د ټولنې په کلتور او د تيلو مصرفولو په عادت کې يو ژور اوښتو ن دی.
که له یوې خوا د تیلو په مصرف کې کمې د چاپيریال ساتونکو لپاره ښه خبر دی. له بل خوا د تيلو په لگښت کې کمی به د لویو لارو د رغاونې پروژې له مالي ستونزو سره مخ کړي.
همدا له تيلو لاس ته راغلي فدرالي ټکسونه د لويو لارو د بيا رغاونې لپاره کا رول کيږي نو ځکه د تيلو په مصرف کې د کمي له امله د لويو لارو د بيا رغاونې د يو شمیر پروژو د ځنډيدو ویره شتون لري.