د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د دفاع وزیر  افغانستان ته سفر وکړ


یوه اونۍ وروسته له دې چې د سرک د غاړې یوی بمي چاودنې د افغانستان په شمال کې یو جرمنی عسکر وواژه او درې نور یې ټپي کړل، د جرمني د دفاع وزیر فرانتس یوزوف یونگ افغانستان ته سفر وکړ.

د جرمني د دفاع وزیر ته په کابل کې د افغانستان د اردو لوی درستیز جنرال بسم الله خان هرکلی ووایه او وروسته فرانتس یوزوف یونگ په جمهوري ماڼۍ کې د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

د جرمني د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ افغانستان ته لاړ او په کندز کې یې د جرمني د عسکرو قرارگاه ولیدله.

د اگست په ٢٧ کله چې جرمني عسکرو د اتو موټرو په یو کاروان کې سفر کاوه د کندز په جنوب کې یو بمب وچاودید چې په نتیجه کې یې یو عسکر ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

په دې وژنې سره د دوه زره دویم کال راهیسې په افغانستان کې د جرمني د عسکرو د خدمت په ترڅ کې د وژل شوو عسکرو مجموعي شمیره ٢٦ ته ورسیده. تقریبا ٣٣٠٠ جرمني عسکر په افغانستان کې د ماتو تر مشرۍ لاندې په نړیوالو ځواکونو کې په خدمت بوخت دي.

XS
SM
MD
LG