د دوشنبې په روځ په پاکستان کې د هغو پنځو ښځو د وژنې په اړه د تحقیقاتو لړۍ پیل شوه چې غوښتل یی د خپل ژوند ملگري پخپله وټاکی.
دا جرم چی په پوره بی رحمی تر سره شوی و، په ملي سویه یې د خلکو قهر را وپاراوه.
ویل کیږی چی دا پنځه تنه ښځی ځینی په ډزو وژل شوی وی، ځینی نوری په خندق کی اچول شوی وی، او یوه پکی ژوندی د خاور لاندی ښخه شوی وه.
د پارلمان غړو غږ کړی دی چی ددې پیښی مسول کسان دې چې یوه میاشت مخکی شوی وه، د عدالت منگولو ته وسپارل شي.
خو د بلوچستان استازی اسرار الله ظهري ددی عمل نه د یوه تاریخي عنعنې په توگه دفاع وکړه.