د لاس رسي وړ اتصالات

ډیک چیني: د گرجستان خلاف د روسیې اقدام غیرقانوني و


د امریکا د جمهوري ریاست مرستیال ډیک چیني د گرجستان په خلاف د روسیې پر وروستي پوځي اقدام باندې انتقاد کړی، هغه یې د روسیې غیرقانوني هڅه بللې چې غواړي یو اړخیز ډول د هغه ملک سرحدونو ته تغییر ورکړي.

ډیک چیني وویل، متحده ایالت غواړي چې گرجستان د ناټو غړی شي. د چیني دغه څرگندونې په تبلیسي کې د گرجستان له جمهور رئیس میخایل ساکاشویلي سره له لیدلو وروسته وکړې.

د گرجستان جمهور رئیس وویل، ملک یې ددې طرفدار دی چې په سوله کې دغه بحران ته د حل لاره پیدا شي. هغه د خپل ملک د بیارغاونې پر ارزښت خبرې وکړې او د ملگرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له ملاتړ نه یې مننه وکړه.

روسي قواوې تیره میاشت هغه وخت گرجستان ته ننوتې چې د گرجستان عسکرو وغوښتل چې د جنوبي اوسیتیا جدا شوې سیمه بیرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG