د لاس رسي وړ اتصالات

د اټومى موادو نړېوال تولېدوونکى هېوادونه په خبرو کې پرمختگ کوى


د امرېکا ېو معتبر چارواکى واېې چې د اټومى موادو نړېوال تولېدوونکى هېوادونه په هغو خبروکې په منظم ډول پرمختگ کوى چې ددې لپاره کېږى چې پر هند باندى اټومى موادو د تجازت د څولسېزو زوړ بندېز پاېته ورسوى.

د امرېکا د د خارجه وزارت ېو مرستېال وېلېم برنز واېې چې امرېکا په کلکه په دې عقېده ده چې دا تړون به له دې سره مرسته وکړى چې هند د اټومىموادو د نه خپرولو په برخه کې د نورو هېوادونو خواته را نېژدى شى.

هغه په وېانا کې خبرېالانو ته د اټومى موادو د تولېدوونکېو هېوادونو د اتحادې دمجلس په ضمن کې خبرى وکړى.

نن اوله ورځ ده چې په نړۍ کې د ۴٥ هېوادونو د کمپنېو اټومى اتحآدېه په دې بحث کوى چې د داټومى موادو څولسېزو زوړ تجارتى بندېز چې پرهند لگېدلى و لېرى کاندى.

په دې برخه کې داد خبرو دوېم پړاو دى چې په وېانا کې پېل کېږى. دامرېکا متحده اېالاتو دهغه وړاندېز ملاتړ کړېدى چې هند ته به اجازه ورکړى چې له امرېکا نه اټومى ټکنولوژى او مواد وارد کاندى. که څه هم دغه هېواد د اټومى مواد و د نه خپرولو تړون ندى لاسلېک کړى.

خود چارشنبى په ورځ د امرېکا د کانگرېس ېوه غړى دحکومت هغه پټ سند برالا کړ چې امرېکا دا پلان لرى چې له هند سره اټومى تجارت بند کاندى که چېرې هند دا پلان ولرى چې دنوو اټومى وسلو ازموېنه وکړى.

دخبره معلومه نده چې دغه سند به پر مذاکراتو باندى څه ډول اغېزه وکړى. د هند صدر اعظم من موهنسنگ څو څو ځلې داخبره کړېده چې دده حکومت به له نورو نوو شراېطوسره د اټومى معاملى په برخه کې موافقه ونکړى.

د اټومى اتحآدېې له خوانه د خبرو اول پړاو د اگست په وروستېو شپو ورځو کې ترسر ه شو خو اتحادېه په دې برېالى نسوه چې کومې موافقى ته ورسېږى.

د امرېکا متحده اېالاتو همدا اوس په دې موافقه کړېده چې پرهند باندى د سون اټومى مواد او ټکنولوژى خرڅه کړى. خو دا ټومى موادو د برابرولو د اتحآدېې منظورۍ ته ضرورت لرى.

XS
SM
MD
LG