د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې بمبارئ ٥ تنه وژلي


د پاکستان چارواکي وايي، د افغانستان سرحد ته نږدې په قبایلي سیمه کې د هوايي بمباریو په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه تندروان وژل شوي دي.

عیني شاهدانو وویل، دوی بې پیلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان پر یوه کلي باندې د پرواز په حال کې لیدلي دي. چارواکي وايي، په دغو بمباریو کې چې نن شوي، یو کور ویجاړ شوی او څو نور کسان ټپیان دي.

دغه بمباري له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر متحده ایالاتو ته د هغو هوايي بمباریو له آمله شکایت وکړ چې د افغانستان سرحد ته نږدې پر یوه بل هدف باندې وشوې.

د چهارشنبې د ورځې د هوايي بمبارئ جزیات لا تر اوسه ندي څرگند شوي. د متحده ایالاتو پوځي منابعو د نوم نه اخیستلو په شرط د لویدیځ مطبوعاتو ته ویلي چې دغه بمبارئ په افغانستان کې میشتو امریکايي قواوو کړي دي.

د پاکستان پارلمان د چهارشنبې د ورځې عملیات غندلي او ویلي یې دي چې ددغه ډول بمباریو مخه باید ونیول شي.

XS
SM
MD
LG