د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قومندان: افغانستان کې نورو عسکرو ته اړتیا ده


د متحده ایالاتو یوه لوړ رتبه قومندان ویلي چې په افغانستان کې طالبانو ته په مکمل ډول د ماتې ورکولو لپاره نورو عسکرو ته ضرورت دی.

تورن جنرال جیفري شوېزر نن په پنټگان کې وویل چې په افغانستان کې د ژمي په موسم کې د تندروانو د مخنیوي لپاره ډیرو نورو قواوو او منابعو ته ضرورت لري.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس بوش د پنټگان پر هغه پیشنهاد باندې غور کوي چې اضافي قواوې دې د عراق پر ځای افغانستان ته ولیږل شي.

بل خوا، ایتلافي قواوې وايي د فراه په ولایت کې د عملیاتو پر وخت لږ تر لږه شپږ تندروان او دوه ملکيان وژل شوي دي.

د ملي اردو یو قومندان، غلام فاروق نعیمي وايي، ایتلافي قواوو دغه عملیات نن سهار وختي د بالا بلوک په ولسوالۍ کې تر سره کړل.

نعیمي وايي، قواوو د ملا فاضل په نامه د طالبانو د یوه قومندان کور په نښه کړی و. دی وايي، په حمله کې ملا فاضل وژل شوی دی او په دغه حمله کې یوه ښځه او یو ماشوم هم وژل شوی دی.

د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوې وايي، تندروانو د فراه په ولایت کې د ایتلافي او افغان قواوو پر یوه گډه گزمه حمله وکړه چې وروسته عسکرو د هوايي قواوو ملاتړ وغوښت.

”عسکر دې د عراق پر ځای افغانستان ته ولیږل شي”

امریکايي دفاعي مسئولینو په راتلونکي کال کې په عراق کې د عسکرو د کمولو پیشنهاد کړی

سپینه ماڼۍ وايي، ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس بوش په راتلونکي اونۍ کې په عراق کې د قواوو د اندازې په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

امریکايي مقامات وايي، د جمهور رئیس بوش د دفاعي چارو مرستیالانو پیشنهاد کړی چې د راتلونکې فروري تر میاشتې پورې باید له عراق نه یو کنډک عملیاتي عسکر راویستل شي.

چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دفاعي چارو مسئولینو همدارنگه پیشنهاد کړی چې د راتلونکي کال په پیل کې باید یو کنډک عسکر د عراق پر ځای افغانستان ته ولیږل شي.

د متحده ایالاتو د پوځ قومندانانو تمه ښودلې چې په عراق کې د تشدد راکمېدل به امریکايي قواوو ته ددې زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د زیاتیدونکي تشدد د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي.

په عراق کې دا وخت د امریکايي عسکرو شمیر ١۴٠ زرو ته رسیږي خو په افغانستان کې امریکا ٣۴ زره عسکر لري.

د امریکا د دفاع وزارت وايي، د دفاع وزیر رابرټ گیټس او د پوځ قومندان امیر البحر مایک مولن د چهارشنبې په ورځ دغه پیشنهاد جمهور رئیس بوش ته وړاندې کړ.

پر دغه پیشنهاد باندې جمهور رئیس بوش غور کوي او تر اوسه یې نور جزیات ندي څرگند شوي.

XS
SM
MD
LG