د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی زرداری ته د بریالیتوبونو هیله وکړه


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د جمهور رئیس په توگه د ښاغلي اصف زرداری د ټاکل کیدلو هر کلی کړی او ورته یی خپله مبارکي اعلان کړیده.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی هم د هغو انتقادونو سره سره چی د یاغیانو پرخلاف د پاکستان د نه همکاری په اړه یی کړی و، ښاغلی زرداری ته د بریالیتوبونو هیله وکړه.

هغه همداشان هیله څرگنده کړه چی د ښاغلی زرداری تر ریاست لاندی د افغانستان او پاکستان اړیکی به لا غښتلی او د سیمې امنیت او ثبات لا پیاوړی شي.

همدارنگه د نړی نورو مشرانو هم هغه ته د مبارکی پیامونه استولی چی په ترڅ کی د سپینی ماڼی نه هم یوداسی پیام خپور شو.

د پاکستان د پخوانۍ صدر اعظمی بینظیر بوتو میړه د پاکستان د جمهوری ریاست لپاره انتخابات په آسانی سره وگټل مگر ډیر ژر به د ملک د زیاتیدونکو بی امنیتیو په اړه د ستونزو سره لاس و گریوان شی.

د پاکستان پارلمان د شنبی په ورځ د پیپلز گوند مشر آصف علی زرداری د رایو په اکثریت د جمهور ریس په توگه وټاکه.

پاکستانی چارواکی وایی چی ښاغلی زرداری به د دی اونی په پیل کی د لوړی مراسم په ځای کړی. او امریکا لا اوس وایی چی غواړی د هغه سره د تروریزم پرخلاف موضوعلاتو وغږیږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیری کاندولیزی رایس د شنبی په ورځ وویل چی د تروریزم پرخلاف جگړی په اړه د ښاغلی زرداری د الفاظو په ډول باندی واقعآ حیرانه شوی ده.

برتانیی هم ژمنه کړی چی د تروریزم سره په مبارزه کی د ښاغلی زرداری سره په گډه کار وکړی.

بل پلو، د یکشنبې په روځ پاکستاني پولیسو وویل د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې د انتحاري بم د چادونی د قربانیانو شمیر پداسې حال کې پنځه دیرشو ته ورسید چی مامورینو د تباه شوې ودانی نه نور مړی هم وایستل.

د شنبې د روځی حمله د تندلارو له خوا هغه گواښ په ډاگه کوي چی د پاکستان مسلمان ملت ورسره مخامخ دی.

په هماغه ورځ د هیواد د پارلمان غړو د پاکستان د پخوانی صدر اعظمې او د پیپلز پارتی پخوانی مشری میرمن بینظیر بوتو د گونډ اصف علي زرداري د هغه هیواد جمهور رئیس وټاکه.

ښاغلی زرداري ژمنه وکړه چی د تندلارو په ضد به کلک دریځ غوره کړي.

XS
SM
MD
LG