د لاس رسي وړ اتصالات

مککین او اوباما د واشنگتن د بدلولو د وړتیا پر مسلی یو بل تر پوښتنو لاندې ونیول


په امریکا کی د جمهوري ریاست څوکې ته دوه کاندیدان جان مککېن او بارک اوباما د واشنتگن د بدلولو د وړتیا پر مسلی یو بل تر پوښتنو لاندې ونیول.

پرون د شنبې په روځ دیموکرات کاندید برک اوباما د اندیانا په ایالت کې خپلو ملاتړو ته دا یادونه وکړه چی د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید جان مککېن گوند له اتو کالو راهیسي په واشنگتن کی د قدرت واگی په لاس درلود.

بل پلو د جمهوري غوښتونکو په غونډه کې جان مککېن او مرستیالې یی سره پیلن ځانونه د هغو اتلو خپلواکو په شان وبلل چې غواړي د واشنگتن سیاسي سیستم وښوروي.

میرمن پېلن پر خپل سیال جو بایدن باندی نیوکه وکړه چې له اوږدې مودی نه د واشنگتن په سیاست کی دخیل دی خو د بدلون هڅه یی هیڅکله نده کړی.

XS
SM
MD
LG