د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کی ٣٣ کسان د موټر بم په چاودنه کی ووژل شول


پاکستانی چارواکی وایی چی په صوبه سرحد کی لږترلږه ٣٣ کسان د موټر بم په چاودنه کی ووژل شول.پولیس دغه ارقام له هغه وروسته خپاره کړل چی د چاودنی په ځای کی یی نور مړی وموندل.

ځاېې چارواکی وایی چی ځان مرگی د شنبی په ورځ په پیښور کی د پولیسو د تلاشی په یوه پوسته باندی خپل موټر چی د چاودونکېو موادو ډک ؤ وروست، او د خوا سره یی نژدی دوه تعمیرونه ونړول.

دغه چارواکی وایی چی په دی پیښه کی پنځه پولیسان وژل شوی او تر اتیاوو زیات زخمی شوی دی.

هغوی زیاتوی چی د ژغورنی د فعالیتونو وروسته کیدای شی د مړیو شمیر تر دی هم زیات شی.

د دی بم چونی پړه پاکستانی یاغی طالبانو په غاړه اخیستی ده.

دغی اسلامی تندروه ډلی ویلی چی د افغانستان سره په سرحد کی په قباییلی سیمو کی د پاکستان د پوځ د عملیاتو د غچ اخیستو په منظؤر یی په دی وروستیو وختونو کی یو لړ حملی کړی دی.

د سری میاشتی اداره وایی چی د پاکستان په قباییلی سیمو کی د جنگونو له امله په دی وروستیو وختونوکی په لس گونو زره خلک د خپلو کورونو پریښودلو ته مجبوره شوی دی.

XS
SM
MD
LG