د لاس رسي وړ اتصالات

'زردارى به د بېنظېر بهټو په فلسفه باندى عمل وکړى'


زردارى ووېل دى به د بېنظېر بهټو په فلسفه باندى چې وېل به ېې پارلېمان باېد مستقل وى، عمل وکړى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د پېپلزگوند مشر اصف على زردارى چې په حکومت کې محدوده او کمه تجربه لرى د شنبى په ورځ د پاکستان د جمهور رئېس په توگه په ښاېسته زېاتو راېو باندى انتخاب شو.

ورځپاڼه لېکى چى زردارى ٥٣ کلن دى او ېوولس کاله ېې د ادارې فساد په تور باندى په زندان کې تېر کړېدى. نوموړى د پروېز مشرف پر ځاى جمهور رئېس سو.

پروېز مشرف له وظېفى نه په دې خآطر استعفى وکړه چې په رسمى ډول پرې تورونه ونه لگول شى او له وظېفى نه برطرف نشى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې له زردارى سره د امرېکا د حکومت ملاتړ شته دى او امرېکا ورته د ترهگرى په جگړه کې دېوه انډېوال په سترگه گورى.

آصف على زردارى وعده کړېده چې د طالبانو او القاعده خلاف به چې په قبېلوى سېمو کې ېې ځاې نېولى دى جگړه سخته کړى.

ورځپاْڼه واېې چې دغو افراطېانو هلته د سېب ځاى پېدا کړېدى او له هغه ځاى نه په افغانستان کې د ناټو او امرېکا پر قواو باندى حملى کوى.

آصف على زردارى په داسى وخت کې د جمهورى رېاست ته رسېږى چې امرېکا خپل کوششونه زېات کړېدى چې طالبان اوالقاعده له قبېلوى سېمو نه وباسى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا کومانډو قواو د تېرې چارشنبى په ورځ د افغانستان سرحد ته نېژدى په ېوه کلى باندى برېد وکړ.

د امرېکا چارواکېو په دې برخه کې ووېل چې کېدلى شى دا عملېات د پاکستان په قبېلوى سېمو کې دوام ولرى. ورځپاڼه لېکى چې ددې خبرى شواهد په زېاتېدو دى چې د پاکستان حکومت او پوځ د افراطېانو سره چې اوس تقرېبا په قبېلوى سېمو کې واک او اختېار لرى، په جگړه کې له ډېر و ستونزو سره مخامخ دى.

ددې خبرى ېو مثال دادى چې د شنبى په ورځ ېوه ځان وژونکى د پېښور ښارته نېژدې په ېوه پوسته کې دېرش کسان ووژل او اتېا تنه ېې زخمى کړل.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د پاکستان د اولسى جرگى او مشرانو جرگى په راېو کې د اوه سوه او دوه راېو له جملى نه اصف على زردارى ۴٨١ راېې وگټلى. د هغه نېژدى رقېب سعېد الزمان صدېقى چې د پاکستان د مسلم لېگ نواز گوند غړى دى ١٥٣ راېې ېې گټلى دى. درېم کاندېد مشاهد حسېن سېد ۴۴ راېې گټلى دى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د پاکستان اېتلاف دهغو شپېتو قاضېانود بېا برحاله کولو په سر چې پروېز مشرف دتېرکال د اضطرارى حالت په وخت کې برطرف کړى ول تېره مېاشت مات شو.

نواز شرېف د ښه نېت د څرگندولو لپاره اصف على زردارى ته مبارکى وېلى ده او سپېنى ماڼى هم په ېوه وېنا کې وېلى دى چې د امرېکا جمهور رئېس دېته سترگى په لارد ى چې له ده سره او د ده له صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى سره او له ټول حکومت سره په داسى مساېلوباندى په گډه کار وکړى چې دواړو هېوادونو ته مهم دى.

په دې مساېلو کې د ترهگرى خلاف مبارزه ، او ددې خبرى ېقېنى کول شامل دى چې پاکستان باثباته او ښه خوندى اقتصاد ولرى.

ښاغلى زردارى د راېو له گټلو نه ېوه شېبه وروسته ېوه لنډه وېنا وکړه هغه ووېل چې دى به د بېنظېر بهټو په فلسفه باندى چې وېل به ېې پارلېمان باېد مستقل وى، عمل وکړى.

هغه ووېل چې دا جمهور رئېس به د پارلمېان تابع وى. ورځپاڼه لېکى چې ېوشمېر سېاستمدارانو او مطبوعاتو په دې کې شک ښکاره کړېدى چې زردارى به د جمهوررئېس قدرت راکم کړى که نه.

د ډان ورځپاڼى د شنبى په ورځ ووېل چې دوې هېله کوى چې دى به په دې برخه کې خپله وعده پوره کړى چى د پارلمېان او جمهوررئېس ترمنځ د قدرت توازن منځته راولى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې ېوه پاکستانى ووېل اصف على زردارى به ښه جمهوررئېس وى ځکه چې گوند ېې ترشا ولاړ دى. خو ېوه بل پاکستانى ووېل چې هغه ېو تصدېق سوى غل دى او د جمهورى رېاست دوظېفى لپاره وړ ندى.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکى چې د پاکستان اساسى قانون جمهور رئېس ته ډېراختېارات ورکوى. په دې جمله کې به ښاغلى زردارى د هېواد په اټومى وسلو او امنېتى اداروباندى واک او اختېار ولرى.

خو دا معلومه نده چې زردارى به ددغه هېواد داستخباراتو او دنظامى استخباراتو قوى ادارې تابع کاندى که نه. رپوټ واېې چې په دغو اداروکې ځېنى منصبداران له طآلبانو او القاعده سره اړېکى ساتى.

واشنگټن پوست لېکى چې پر اصف على زردارى باندى دادارى فساد تورونه لگول شوى وو خو هغه محکوم نکړى شو خو ېوولس کاله ېې په زندان کې تېر کړل.

XS
SM
MD
LG