د لاس رسي وړ اتصالات

'د پرله پسې ولسي وگړو  وژنې د افغانانو زغم پای ته رسولی'


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا پوځ د عزېز اباد دکلى د پېښى په برخه کې د نوو تحقېقاتو امرکړېدى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د هرات ولاېت د عزېز اباد د کلى اوسېدونکى په دې کې هېڅ شک نلرى چې دلته د امرېکا په بمبارى کې داگست په دوه وېشتمه نېټه څه پېښ شول.

تر نوي نه زېات ملکېان ووژل شول او په هغو کې اکثرېت ښځې اوماشومان وژل شوي وو.

د افغانستان حکومت د بشري څقوقو ادارې، داستخباراتو چارواکى، مستقل عېنى شاهدان او د ملگرو ملتونو تحقېقات ټول همدا خبره تائېدوى چې په عزېز اباد کې په لسهاو تازه قبرونه لېدل کېږى.

دمړېو لېست او په موباېل تېلېفونونو باندى چې کومى پېښى په وېدېوگانو کې ثبت شوېدى او داسى نور تصوېرونه شته دى چې په هغو کې د ښځو او ماشومانو مړى په جومات کې اېښودل شوېدى.

دا ټول دهمدى پېښى څرگندونه کوى چې هلته ملکى کسان وژل شوېدى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د موباېل تېلېفونو کوم تصوېرونه چې دغى خبرېالى لېدلى دى په هغو کې لږ تر لږه د ېوولس ماشومانو مړى شامل دى.

د دې مړېو په ېوشمېر کې د چاودنى له امله پېښ شوى زخمونه لېدل کېږى. دکلى په جومات کې ددېرشو نه نېولى تر څلوېښتو پورې مړېو کې ددى ماشومانو مړىلېدل کېږى.

ورځپاڼه زېاتوى چې د بمبارى نه لس ورځى وروسته کلېوالو ددې پېښى ېو مړئ له خاورو او لوټونه لاندى راو اېسته. دا د ېوماشوم مړى و چې ېوازې څومېاشتى ېې له عمره تېرې شوى وې.

ورځپاْڼه زېاتوىچې ددغې پېښى له امله دکلېوالو دروند غم اوتحېر لا تراوسه پورې هم ډ ېر ډېر محسوس او وآضح و.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه زېاتوى چې دامرېکا پوځ دوه اونى په دې ټېنگار کاوه چې دملکېانو تلفات د پنځو او اوو تنو په شاوخواکې دى او افراطېان ددېرشو او پنځه دېرشو په شاوخواکې وژل شوېدى اودا عملېات دطآلبانو خلاف چې د خاصو قواو او هواېې بمبارى په ملاتړ سرته ورسېدل کامېاب وو.

خود ېکشنبى په ورځ ستر جنرال ډېوېډ مکېرنن په افغانستان کې دامرېکا عالېرتبه قوماندان تقاضا وکړه چې ېو جنرال دې له مرکزى قوماندى نه وگومارل شى چې ددې پېښى تحقېقات دنوو شواهدو په رڼا کې وکړى. هغه په ېوه خبرلېک کې ووېل چې موږ دافغانستان له خلکو سره ژمنه کوو چې په دې پېښه کې حقاېق لاسته راوړو.

ورځپاڼه لېکى چې د پوځ تحقېقات په قانع کوونکېو تخنېکى وساېلو باند بنا شوى وو داېې بېانوله چې د اگست په ٢٦مه نېټه په دغه سېمه کې کور په کور لټه شوېده. خو دکلى خلک واېې چې دا کاربالکل ندى شوى.

هغه انعکاس چې له دغې هواېې بمبارى نه راپېدا شو هغه دافغانستان حکومت او دامرېکا پوځ له سخت ازمېښت سره مخامخ کړل او له په غم ېې کېنول.

د افغانانو صبر او حوصله ېې دتېرو شپږ و کلونو په موده کې د مکررو ملکى تلفاتو د پېښېدو له امله په هره سطحه باندى تقرېبا پاېته ورسوله.
د ښاغلي کرزي د حکومت د نه زغملو خطر هم منځته راغى.

ښاغلى کرزى د تېرې پنجشنبى په ورځ عزېز اباد ته ولاړ چې هلته ماتم کوونکېو ته خپل درناوى وړاندى کړى او بمبارى ېې محکومه کړه. هغه لوړه وکړه چې هغه افغانان بندى کړى چې امرېکا ېې قواوې ته ېې غلط استخبارات ورکړېدى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا جمهوررئېس جورج بش ښاغلى کرزى ته په تېلېفون کې خپله خواخوږى د تېرې چارشنبى په ورځ اظهار کړله . جنرال مکېرنن څو رسمى خبرلېکونه خپاره کړل او په هغو کې ېې دملکېانو په مرگ خواشېنى څرگنده کړه.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دافغانستان حکومت په هغه تړون کې تبدېلى غواړى چې په افغانستان کې دامرېکا د پوځ دعملېاتو په برخه کې ده. حکومت په خاصه توگه په کلېو باندى د چپاوونو بندول او دافغانستان دخلکو د توقېفولو ختمول غواړى.

نېوېارک ټاېمز د جمهورى رېاست د ېوه عالېرتبه چارواکى له قوله لېکى چې خلک نور دملکېانو د مرگ په اورېدو سخت خواشېنى اوبېزاره دى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې ېوسړى چې ددغه کلى لېدلو ته داگست په ېودېرشمه نېټه ورغلى و هغه درې نوې هدېرې لېدلى وې. په دې کى هغه ۴٢ نوى قبرونه شمارلى وو. په دې جمله کې دېارلس قبرونه دومره کوچنى وو چې ېوازې ماشومان پکى ځاېېدلى شى او ددېارلسو قبرونو شناختو دا څرگندوله چې په هغوکې د ښځو مړى پراته دى.


له کلېوالو نه په جلا ډول پوښتنى وشوې هغوى دخپلو خپلوانو قبرونه وښودل او نومونه ېې څرگند کړل. ددغو کلېوالو ځوابونه دکلى د مشرانو له ځوابونو سره ورته وو.

هغوى په دې کې په خاصه توگه فرق کاوه چې څوک په بمبارى کې مړه شوېدى او څوک په نورو عواملو باندى مړه شوېدى. کلېوالو دېوه سړى تازه مړى څرگند کړ چې هغه له بمبارى نه وروسته په هغه مظاهره کې ووژل شو چې د اگست په دروېشتمه نېټه کلېوالو د افغانستان د ملى اردو خلاف کړى وه.

ېو افغان ډاکټر چې په ېوه نېژدى کلى کې کتنځى لرى هغه ووېل چې ده په خپله د پنځوسو او شپېتو په شاوخواکې مړى وشمارل. په هغو کې زېاتره ښځې اوماشومان وو او ېوشمېر ېې پکې دده ناروغان وو. دغه ډاکټر اول خپل نوم څرگند کړ خو وروسته ېې بېا ووېل که دده نوم ونه لېکل شى نو ښه به وې ځکه دى دهغوکسانو نه وېره لرى چې امرېکا ېانو ته استخباراتى معلومات ورکوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې د عزېز اباد عملېات داپوښتنى راپېداکوى چې اېا د طالبانو د غړېو تعقېبول په پرنفوسه سېموکې او پرهغوى باندى بمبارى کول ضروردى او که نه.

همدا رنگه دامرېکا د خاصو قواو په همدغه اولسوالى کې په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې عملېات وکړل او په بمبارى کې ٥٧ کسان ووژل شول.

نېوېارک ټاېمز د اولسوالىد ېوه چارواکى له قوله لېکى چې د ا انصاف ندى چې دېوه ملاصادق د تعقېبولو لپاره نوى کسان ووژل شى که چېرې دوى دې کارته ادامه ورکړى نو خلک به پر حکومت او د اېتلاف پرقواو خپل اعتبار له لاسه ورکړى.

XS
SM
MD
LG