د لاس رسي وړ اتصالات

د هند تر ولکى لاندى کشمېر دېو ې ورځى اعتصاب لپاره خلکو خپل دوکانونه بند کړل


د هند تر ولکى لاندى کشمېر کې دېو ې ورځى اعتصاب لپاره خلکو خپل دوکانونه ددى لپاره بند کړل چې په دغه لانجمنه سېمه کې د انتخاباتو کول وغندي.

مسلمانو بېلتونو غوښتونکېو نن ددوشنبى په ورځ اعتصاب اعلان کړېدى. هغوى غواړىپه دې اعتراض وکړى چې دهند دانتخاباتو کومېسېون له سېاسى گوندونو سره خبرى پېل کړېدى چې دانتخاباتو لپاره نېټه وټاکى.

هغه بېلتون غوښتونکى ډلې چې غواړى کشمېر ته خودمختارى وگټى په عنعنوىډول له انتخاباتوسره مخالفت کوى.

دغه اعتصاب ددى سبب شو چې دکاڼو وېشتونکېو مظاهره چېانو او امنېتى قواو ترمنځ په سرېنگر کې چې د کشمېر د اوړې پاېتخت دى نوې نښتى او اخ و ډب پېل شى.

پولېسو ددغه مظاهر ه چېانو چې شمېر ېې سوونو ته رسېږى دخورولولپاره د اوښکو بهوونکو گازو گولې استعمال کړى.

مظاهره چېان په پلان شوو انتخاباتو باندى اعتراض کوى. مظاهره چېانو دهغه سړى په مرگ هم اعتراض کاوه چې حکومتى قواو د استقلال په مظاهره کې وژلى و.

په دې تازه مېاشتو کې د استقلال غوښتلو په مظاهرو کې په هندى کشمېر کې څلوېښت کسان ووژل شول او په سوونو زخمى شول.

XS
SM
MD
LG