د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د امریکا په مشکوکه حمله کې '١۴ تنه وژل شوي'


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، څو توغندي چې شک کیږي امریکايي قواوو فیر کړي وي، په قبایلي سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز باندې لگیدلی، ١۴ تنه یې وژلي او لږ تر لږه ١٥ نور یې زخمیان کړي دي.

دغه توغندي چې فکر کیږي، د امریکا بې پیلوټه الوتکو ویشتلي وي، د دوشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سرحد ته نږدې د طالبانو د قومندان جلال الدین حقاني پر کور او مدرسه لگېدلي دي.

متحده ایالاتو تر اوسه دغه حمله نده تائید کړې. استخباراتي مامورین وايي، په حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول څو تنه ملکي خلک هم وژل شوي دي.

دوی همدارنگه وايي، په حمله کې د ممکنه بهرنیو جنگیالیو په گډون مشکوک جگړه ماران هم وژل شوي دي.

د امریکا د استخباراتو چارواکي وايي، پاکستاني جگړه ماران له القاعده سره یو ځای په افغانستان کې د ایتلافي قواوو خلاف د حملو پلانونه جوړوي.

د پاکستان نوي انتخاب شوي جمهور رئیس آصف زرداري ویلي، دی غواړي د جگړه مارانو په خلاف په مبارزه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG