د لاس رسي وړ اتصالات

بوش غواړي له عراق نه ٨ زره عسکر راوباسي


ټاکل شوې ده چې د امریکا جمهور رئیس جورج بوش نن اعلان وکړي چې د راتلونکې فبروري تر میاشتې پورې له عراق نه ٨ زره عسکر را باسي.

په هغې بیانیې په متن کې چې ښاغلی بوش به یې نن په واشنگټن کې د دفاعي چارو په پوهنتون کې وړاندې کړي، ویل شوي چې په عراق کې په ډراماتیک ډول د تشدد د پیښو کموالی هغه ته ددې زمینه برابره کړې چې له بري سره د خپلو عسکرو کور ته راستنول پیل کړي.

بوش وايي، عراقي قواوو اوس د افراطیانو سره د مبارزې او د امنیت د تامینولو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی بوش به په خپلې بیانیې کې د پاکستان په قبایلي سیمه کې د پاکستان د حکومت لخوا د تندروانو خلاف د مبارزې ملاتړ هم اعلان کړي.

بوش وايي، ترهگرو پاکستان ته خطر پیښ کړی او اسلام آباد باید پرې نږدي چې ملک یې د ترهگرو په سنگر بدل شي.

امریکايي قومندانانو تمه ښودلې چې په عراق کې د تشدد راکمېدل به د دوی قواوو ته ددې زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د تشدد د زیاتېدونکو پیښو سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG