د بنگلدیش عالي محکمې منلې چې د ملک پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا به په ضمانت خوشې کړي. هغه یو کال مخکې د اداري فساد په تور نیول شوې وه.
د میرمن ضیا وکیلان وايي تمه لري چې هغه به ډیر ژر خوشې شو.
خالده ضیا د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې د ملک د پوځي اضطراري حکومت لخوا د اداري فساد په ضد د مبارزې په لړ کې نیول شوې وه.
حکومت د میرمن ضیا د سیاسي رقیبې شیخ حسینې په شمول ١٧٠ تنه سیاستمداران نیولي دي. میرمن حسینه هم په جون کې په ضمانت خوشې شوې وه.
شیخ حسینه او خالده ضیا د بنگلدیش د دوو لویو سیاسي گوندونو مشري کوي. د دوی خوشې کیدل به د دوی گوندونو ته ددې موقع برابره کړي چې د راتلونکي دسمبر په ملي انتخاباتو کې برخه واخلي.