د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو بم دوه افغان ملکېان ووژل


د ناټو چارواکى واېې چې ېو بم چې خپل هدف ترېنه خطا سو وروسته ېې لږ تر لږه دوه ملکېان ووژل او لس کسه نورېې په خوست کې زخمى کړل.

ناټو واېې چې دغه بم چې سم کار ېې ونکړ نن د سه شنبى په ورځ په خوست کې له خپل هدف نه دوه کېلومتره لېرى ولگېده. ناټو واېې کله چې دوى بم وغورځاوه نو د دوى هدف د جگړه مارانو وېشتل وو خو هغه له خپل ټاکل شوې هدف نه دوه کېلومتره لېرې لگېده.

دا پېښه په داسى وخت کې کېږى چې په افغانستان کې د ملکېانو دوژلو په برخه کې اندېښنه مخ په زېاتېدوه ده.

د دوشنبى په ورځ دامرېکا ددفاع وزارت چارواکېو ووېل چې حکومت به دهغو ملکېانو د مرگ په برخه کې بېا تحقېقات وکړى چې په هرات کې د اېتلاف دقواو په حمله کې وژل شوى وو.

رپوټ واېې چې دامرېکا چارواکېو ته دعزېزاباد د کلى د پېښى په برخه کې نوي عکسونه لاس ته ور على دى.

د ملگرو ملتونو او د افغانستان چارواېکو وېلى دى چې د هرات د عزېزاباد په کلى کې د اگست ددوه وېشتمى نېټى په حمله کې ټول ټال ٩٠ کسان وژل شوېدى او په دې جمله کې شپېته ماشومان دى.

د امرېکا ابتداېې تحقېقاتو دا وښودله چې له پنځو ته اوو پورې ملکېان وژل شوېدى او تقرېبا ٣٥ طالبان وژل شوېدى.

رپوټ واېې چې د افغانستان په ختېځو سېمو کې د امرېکا په مشرى اېتلاف ووېل چې د دوى درې عسکر او ېو افغان قرار دادى نن د بم په ېوه چاودنه کې ووژل شول. د اېتلاف قواو ددغې پېښى نور تفصېلات او دعسکرو ملېت څرگند نکړ.

په عېن حال کې د اورزگان ولاېت د امنېه قوماندان جمعه گل همت واېې چې داېتلاف په بمبارى کې لږ تر لږه پنځه لس افراطېان د اورزگان په جنوب کې نن دسه شنبى په ورځ ووژل شول.

ېوه بل افغان چارواکى ووېل چې د اېتلاف په بمبارېوکې لږ تر لږه دولس افراطېان چې زېاتره ېې د چېچنېا وود پکتېا په ولاېت کې د دوشنبى په ورځ ناوخته ووژل شول.

نن د کندهار په ښار کې په ېوه جلا پېښه کې ېو افغان عسکر په موټر ساېکل کې داېښودل شوي بم د چاودنى په سبب ووژل شو او دوه نور زخمى شول


XS
SM
MD
LG