د لاس رسي وړ اتصالات

'امرېکا په پاکستان کې د طالبانو خوندى ځاېونو ته توجه زېاته کړېده'


د واشنگټن پوست ورځپاڼه نن د سېپتمبر په نهمه نېټه د پاکستان د امنېتى چارواکېو او او عېنى شاهدانو له قوله لېکى ددوشنبى په ورځ چې دامرېکا بې پېلوټه الوتکى ېوه مدرسته او د طالبانو د قوماندان کور ووېشت تقرېبا شل کسان ېې پکې ووژل.

ورځپاڼه لېکى چې دغه برېد د امرېکا د هغو اقداماتو ېوه برخه ده چې په سرحدى سېموکې ېې په دې نېژدى وخت کې زېات کړېدى. دغه برېد د ورځې په لس نېمو بجو باندى د ډنډ درپه خېل په کلى کې چې د جلال الدېن حقانى کور پکى دى وشو.

د امرېکا استخباراتو دهند په سفارت باندى د جولاى دمېاشتى په حمله کې جلال الدېن حقانى او دهغه زوى پړ بولى. رپوټ واېې چې دهند پر سفارت باندى حمله کې پنځوس تنه وژل شوى ول.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د کلى د ېوه اوسېدونکى بشېرالله له قوله لېکى چې دامرېکا بې پېلوټه الوتکېو په کلى باندى د شپږ توغندېو ډزې ېو په بل پسى په ډېره چټکى وکړلى. په دغه کلى کې د منبع العلوم په نامه مدرسه د جلال الدېن حقانى له خوانه اداره کېږى او تموېلېږى.

په شمالى وزېرستان کې د پاکستان امنېتى مامورېنو د کلى دخلکو خبرى تائېد کړلى او وېل چې د هغه پلوېانو سمدلاسه دا سېمه محاصره کړله او هېڅوک ېې نه ورپرېښودل.

د پاکستان دغه امنېتى مامور دنوم دنه ښودلو په شرط ووېل چې جلال الدېن حقانى او دهغه زوى سراج الدېن حقانى چې د طالبانو لوړ پوړه جنگېالى دى په هغه وخت کې په کور کې نه و چې د توغندېو ډزې پرې وشوې.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس دا برېد تائېد کړېدى خو وې وېل چې دى داخبره نشى تصدېقولى چې دا برېد دامرېکا بې پېلوټه الوتکېو کړېدى .

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه لېکى چې له ېوې خوا نه په افغانستان کې دطآلبانو بغاوت ښه زور اخېستى دى اوله بلې خوانه امرېکا په پاکستان کې د طالبانو خوندى ځاېونو ته توجه او پاملرنه زېاته کړېده او د پاکستان حکومت دېته هڅوى چې برېد پرې وکړې او پخپله پرې له افغانستان نه حملى کوى.

رپوټ واېې چې ددوشنبى دورځى حمله په ېوه اونى کې پنځمه حمله گڼل کېږى.

تېره اونى لږ تر لږه شل کسان چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل وود جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې هغه وخت ووژل شول چې دامرېکا او افغانستان قواو دموسى نېکه په واړه کلى باندى زمکنى حمله وکړه. رپوټ واېې چې دغه کلى د افغانستان له سرحد نه شل مېله لېرى دى.

ددوشنبى په ورځ په شمالى وزېرستان کې نا څاپې برېد په دې کى ناکام سو چې خپل هدف وولى. خو عېنى شاهدان واېې چې په دې حمله کې د جلا ل الدېن حقانى ډېر خپلو ان ووژل شول.

رپوټ واېې چې جلا ل الدېن حقانى د طالبانو ېو تجربه کار قوماندان دى او دپاکستان له قوى نظامى استخباراتو سره نېژدى اړېکى لرى.


د امرېکا چارواکى د جلا ل الدېن حقانى ډله په افغانستان کې د اېتلاف د قواو لپاره په افغانستان کې ستر خطر گڼى . او د حقانى زوى سراج الدېن له دغى مدرسى نه د طآلبانو او القاعده د روزنى لپاره د خوندى ځاى په توگه کار اخلى. د ا جنگېالى په افغانستان کې پرخارجى قواو باندى حملى کوى.

د پاکستان امنېتى قواو د پردغه مدرسته باندى څو څو ځلې چپاو ور وړېدى خو ځاې اوسېدونکى واېې چې له دغى مدرسى نه د روزنى د ېوې ودانى په توگه اوس کار نه اخېستل کېږى.

داستخباراتو چارواکى واېې چې جلال الدېن حقانى د منبع العوم په نامه دا مدرسه د ١٩٨٠ په لسېزه کې جوړه کړه اوهغه وخت د روسانې له ېرغل نه وروسته دغې مدرسى ته امرېکا او سعودى عربستان په ملېونو نو ډالره مرسته ورکوله.

واشنگټن پوست لېکى چې له پخوانې شوروى اتحآد سره دشخړې په دوران کې دامرېکا د استخباراتو ادارې هم پکې هغو ځوانانو ته درسونه ورکول چې وروسته بېا په اسلامى جها د کې شرېک شول او شوروى اتحاد ته ېې ماتې ورکړه.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکى چې جلال الدېن حقانى په ١٩٨٩ مېلادى کې د شوروېانو دوتلو نه وروسته په دې سېمه کې د ېو ډېر بارسوخه سړى په توگه پاتې شو.

کله چې پر امرېکا باندى د ٢٠٠١ مېلادى کال د سپتمبر په ېوولسمه نېټه باندى د ترهگرى حملى وشوى نو جلال الدېن حقانى د طالبانو د ېوه مقتدر قوماندان په توگه تبارز وکړ. واشنگټن پوست لېکى چې دهغه ډله زېاتره په خوست کې فعالېت کوى خو مرکزېې په درپه خېل کې دى.

په همدغه کلى باندى ددوشنبى په ورځ بمبارى وشوه. تازه رپوټونه چې جلال الدېن حقانى د خپلو صحى ستونزو له امله په خپله کم فعال نقش لرى او کارونه ېې خپل زوى سراج الدېن حقانى ته حواله کړېدى.

XS
SM
MD
LG