د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو قیمتونه بیا لوړ شول


په نړۍ کې د تیلو قیمتونه نن د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه لوړ شول چې د تیلو د صادرونکو هیوادونو د انرژئ وزیرانو وویل چې د تیلو تولید راکموي.

د تیلو د صادروونکو هیوادونو ټولنې یا اوپیک استازو نن پرېکړه وکړه چې د تیلو تولید به په یوه ورځ کې نیم میلیون بیرله راټیټوي. دا پریکړه له هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د تیلو نرخ په تیرو پنځو میاشتو کې تر ټولو ټیټې اندازې ته رسېدلی و.

دغه پریکړه ځکه د ډیرو خلکو د حیرانتیا باعث شوه چې د اوپیک رئیس د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د تیلو د تولید اندازه به ثابته ساتي.

د الجزایر د انرژئ وزیر، شکیب خلیل د امریکا د بلومبرگ تلویزیون ته وویل چې د تیلو تولید راکمول به ډیره صدمه ورسوي.

د سعودي د تیلو وزیر، علي نعيمي هم ویلي و چې اوپیک به د تیلو تولید راکم نکړي.

د اوپیک وزیرانو پرون د سه شنبې په ورځ په ویانا کې ددې لپاره غونډه پیل کړه چې د تیلو د نرځ په باره کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG